کور / سياسي / د بيان آزادي، خپلواکي رسنۍ او زموږ ټولنيز مسئوليت

د بيان آزادي، خپلواکي رسنۍ او زموږ ټولنيز مسئوليت

تېره هفته د افغانستان حکومت د ټلوېزونونو او راډيوګانو له لاري د خپلو مخالفينو د حملو د ژونديو راپورونو خپرول ممنوع اعلان کړل، چي د کابل دغه غوښتنه د خپلواکو رسنيو څخه نيولې تر امريکا او حتى طالبانو پوري ټولو په يوه خوله د آزادو مطبوعاتو سره په مخالفت تعبير کړه.
د بيان يا مطبوعاتو له آزادۍ څخه د هغه چا دفاع ماته ډېره جالبه ده، چي د خپلي واکمنۍ پر مهال يې د يوې آزادي ادبي جريدې خپرېدو ته هم اجازه نه ورکوله.

آزاد مطبوعات چي د بيان د آزادۍ يوه وسيله ده، په عام ډول هغو رسنيو ته وايي چي له سياسي، مذهبي او شخصي تمايلاتو پرته خلګو ته رښتيني معلومات وړاندي کوي.
د خبر جوړولو پر مهال د يوې بې طرفه رسنۍ خبريال مکلف دئ، چي د پيښي د حقيقي بيان په خاطر خپل ټول احساسات يوې خواته پرېږدي او د يوې پېښي ريښتينى انځور په خپله ژبه يا قلم داسي بيان کړي، لکه کېمره چي عکاسي کوي.
په يوه بې طرفه خبر کي د کوم چا دپاره د تروريست يا مجاهد، شهيد يا مرتد، ياغي يا کافر او ظالم يا مظلوم د کليماتو کارولو ته هيڅ ډول ځاى نسته.

د ازادو رسنيو تر خبري تعريف چي را تېر سو، په ساده ډول د بيان آزادي په ژبه يا قلم د خپلو دروني احساساتو بيانولو ته ويلاى سو، خو دغه نسبتاً آزاد تعريف هيڅکله په دې معنى نه دئ، چي که څوک د يو چا په هکله هرڅه وايي يا ليکي، موږ د بيان د آزادۍ تر نامه لاندي برئت ورکړو.
آزاد مطبوعات د نړۍ په هر هيواد کي تر هرڅه دمخه د هغه هيواد قانون، رسم و رواج او ټولنيز مسئوليت(Social Responsibility) ته ژمن وي.

د ټولنيز مسئوليت دغه اصل د هر هغه بيان د خپرېدو مخنيوى کوي، چي يا د يوه هيواد ملي ګټو ته تاوان رسوي، يا ټولنيزي بد اخلاقۍ سب ګرځي او يا هم د دوو ډلو ترمنځ د بې باورۍ او دوښمنۍ فضا رامنځته کوي، خو له ډېره بده مرغه نن سبا په افغانستان کي د بيان له آزادۍ څخه د ځينو ډلو له خوا د ټولنيزي ګډوډۍ د رامنځته کولو په خاطر د يوې وسيلې په توګه استفاده کېږي.

د افغانستان حکومت د خپلو ګوتو په شمار لاسته راوړنو څخه يوه هم د مطبوعاتو اوسنۍ بې بندوباره آزادي په ګوته کوي، خو دا چي په موږ کي يا د ټولنيز مسئوليت احساس نسته او يا ورته ژمن نه يو، نو ځيني کسان د ديني مقدساتو، ملي افتخاراتو او وطني احساساتو سپکاوي ته هم د بيان د آزادۍ په پلمه جواز ورکوي. البته بېلګي يې ډېري دي، خو قرآني آيتونو ته د پروېز کامبخش سپکاوى، په سبا مجله کي د لوى احمدشاه بابا ښکرور کارتون او غازي امان الله خان ته د لطيف پدرام ښکنځل د مثالونو په توګه يادولاى سو.

په ٢٠٠١ کال پر افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته، د نوي حکومت له راتګ سره سم د افغانانو خولو ته د پراخ بنسټه حکومت وراشه لوېدلې وه، چي ځينو کسانو تر دې نامه لاندي خپل هر ناروا عمل او ناقانونه کار ته جواز ورکاوه، که چا د ولي؟ پوښتنه ځني کړې واى، په جواب کي يې ويل چي پراخ بنسټه نه دئ؟ موږ وينو چي د بيان اوسنۍ بې بندوباره آزادي هم د پراخ بنسټه له سرنويشت سره مخ ده.

څنګه چي له لوېديځو هيوادونو سره زموږ ديني، اخلاقي او کلتوري ارزښتونه او معيارونه توپير لري، بايد د بيان آزداي مو هم د افغاني ټولني د ټولنيزو ارزښتونو له معيار سره برابر وي.
د افغانستان د حکومت د تيري اونۍ پرېکړه که په سړه سينه د سياسي او شخصي ګټو څخه پرته ټولنيز مسئوليت ته په پام سره وڅېړو، هرو مرو به د حکومت وروستى اقدام پر ځاى وبولو.
د کابل د مخالفينو د دغسي حملو ريکارډونه خو اوس هم د رسنيو په آرشيفونو کي موجود دي، هغه ټول د دې شاهدي ورکوي، چي د دغسي بريدونو تر ټولو ډېر ځاني تلفات او مالي تاوانونه عام ولس ته رسېږي.
زه د يوې بې طرفه رسنۍ د همکار په توګه خپل ټولنيز مسئوليت ته په پام سره، په ژوندۍ توګه د دغسي راپورونو مخنيوى په هيڅ ډول د بيان د آزادۍ خلاف نه بولم.

د کابل دغي پرېکړي ته د هغوى د مخالفي ډلي توند غبرګون خپله دا په زبات رسوي، چي د ټلوېزونونو، راډيوګانو او يا هم انټرنيټ له لاري د دغسي حملو په هکله د معلوماتو خپرول يوازي د حمله کوونکو په ګټه دي. او هغوى که له يوې خوا له دغو راپورونو څخه نړۍ والو ته د يوې تبليغاتي وسيلې په توګه استفاده کوي. له بل پلوه دا هم امکان لري چي په دې وخت کي بريد کوونکي له خپلو لارښوونکو سره پر ټلېفون وصل وي او هغوى د ټلوېزونونو د ژونديو خپرونو د معلوماتو پر بنسټ بريد کوونکي د مقابل اړخ (حکومت) له عکس العمل څخه خبروي او هر ګړى ګام پر ګام لارښوونه ورته وکړي.

په ژوندۍ بڼه د حملو د نه خپرولو ګټه ولس ته دا ده، چي په زړونو کي يې بېځايه بېره او خوف نه خپرېږي، د فروشګاه بزرګ افغان او نورو په سوونو ورته پېښو په څېر يې شخصي تاسيسات او شتمنۍ د سوځولو او د چور او تالان څخه راګرځي.
زه وايم رسنۍ دې پرېږدي چي جنګي اړخونه (حکومت او مخالفين يې) خپل زور سره وازمويي، دوى دي تر پېښي وروسته خپل ترلاسه کړي معلومات خپاره کړي.

اوس نو که زموږ افغاني رسنۍ رښتيا هم د بيان د بې طرفه آزادۍ پلويان وي، بايد خپله د دغسي خپرونو د ژونديو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي، کنې نو خپرونه به يې د يوې جنګي ډلي په ګټه او د بلي په تاوان کارول سوې وي او بې طرفۍ ته به يې زيان اوښتى وي.