کور / سياسي / بارک اوباما ځان ، افغان ، اوجهان خطاباسې !

بارک اوباما ځان ، افغان ، اوجهان خطاباسې !

دتاسف وړخبره ده چي په افغانستان کي اته کاله وروسته نړیوال په دې نه پوهیږې چي ولسمشرکرزې پخپله اودده اداره اصلاددې صلاحیت لرې اوکه نه چي دفسادمخه ونیسې ؟په داسې حال کي چي فساد راوستلې ، روزلې، اوحمایه کړې همدغه ادارې دې .اوس هغه شرایط چي بارک اوباپرکرزې ایښۍ دي چی سمه اداره به جوړوې ، فساد به له منځه وړې ، دمخدره موادومخه به نیسې ، امن به راولې ، مجرمان به محاکمې ته راکشوې داسې بریښې چي دایوه غولونکې دسیسه ده ځکه ټول خصوصا دامریکا متحده ایالات ښه په دې پوهیږې دکرز ې اداره لهپخپله له ده نیولې تریوه واړه ولسواله پورې دفساد متحصیصن دې نه معالیجین .چي اصلاحات ددې ادارې له وسه په څولحاظه وتلې دې .

اول : ادارې فساد : – ادارې فساد اوس داشخاصوله سرحده وتلې دې اوکورینوته ننوتلې دې دهرواکداروروڼه زامن ، لوڼې ، ښځې اوحتي نږدې خپلوا ن ېې په فساد کې پوره ککړدې ، چي ددې کاراصلاح اوس تر دې سرحد وتلې ده چي دمملکت په سویه اصلاح سې اوس دکورنې په سویه اصلاح لاهم ممکینه نه بریښی .

دوهم : سمه کابینه . سمه کابینه ځکه نه جوړیږې چي پخواترټولټاکنودافغانستان چوکې وهغوغلواوداړه مارانوته وقاتلانواوجنګ سالارانوته ویشل سویدې چي په اداره کې ډیرې ژورې ریښې لرې اوټوله اداره دهغوپرشاوخوراڅرخې کرزې په ټوله اداره کې نه خپله وزیرلرې اونه خپل والې لري اونه خپل معین اوریس لري ځکه چوکې ټوله پخوالا وتنظیموترمنځ دتوپک پرخوله ویشل سویدې کرزې اوس نه سې کولاې ټوله کابینه له سره سمه اونوې کړې اوکه نیمه دده دټولټاکنودوعدواوتقسیم په اساس جوړه سې اونیمه ېې نوې اومسلکی خلګ وې زماپه خیال سم خلګ به اصلادکرزې په داسې ګډه وډه کابینه کې کارونکړې اوکه کارو هم کړې دډیرومشکلاتوسره به مخامخ وې ځکه دافغانستان دولت اوس دجهادې تنیظسمونواوساړه جنګ ددوران هغه ګوندونوچي دپردو استخباراتې کړیو په افغانې رنګ اوسیاسې ترنګ جوړکړې اومیدان ته ېې راایسیتلې دې دافغانستان دادارې نه ېې دبزکشۍ ډګرجوړکړیدې دې . اوپه دې میدان کې سم خلګ ترپښولاندې کیږې . هغه ځوک چي وجدان لرې ، وطن ورباندې ګران وي ، دخلګوسره مینه لرې اودایمان خاوندان وي هیځکله به په داسې یوه لړلې اداره کارونکړې .

در یم دمخد ره موادوکنترول : – دمخدره موادوکنترول اصلا ددولت تروس وتلې دې ددولت دلومړ ې پوړچارواکوکورنې اودوستان اوډیرلوړکسان دمخدره موادوپه کاروبارکې لاس لري اودهغوې لاس ځوک نه سې بیچیلاې ځکه داوسنې اداري رهبرې دمخدره موادودکاروباریانو دیوغښتلې مافیا په لاس کې ده اوډیرلوې کورنې جالونه غوړیدلې دې ترځوپه دې کاروبارکې موثرتمام سې داهسې یوبهانه ده چي طالیبان دمخدره موادوکاروبار نه ګټه اخلې مخدره مواد دډیرواوږدولارونه په افغانستان کی تیریږې په داسې لاروکې چی هلته طالیبان واک نلرې طالیبان کیداې سې په هغه سیموکې له مخدره موادوکارنه ګټه بورته کړې په کوموکې دولت واک نلرې . خولوې لارې اوښارونه خوزیاترددولت په لاس کی دې ترطالیبانوبورې مخدره مواد وررسوې ځوک اوځوک ېې خریدارې کوې ،که نړیوال ړانده نه وې مهربانې دې وکړې دشيرپورکلابنګلې دی وګورې چی اکثریت داوسنې ادارې دلوړپوړوچارواکودې ایا دومره مصرف اوپیسې دیوه وزیر دیوه . معین . دیوه ریس ، دیوه والې دمعاش اویا درواکاروباردلارې ترلاسه کیداې سې ؟داپخپله ددې شاهدې ورکوی چي دمخدره موادواصلې مرکز پخپله ددولت په منځ کې دې نه ددولت دباندې .ټول هغه ګروپونه چی په دولت کې نه وه اویا یی په دولت کې کمزورې موقف درلودې په زندانوکې پراته دې ورسې وګورې چي دمخدره موادودکاروبارپه جرم ځومهم چارواکې بندیان دې یاېې ډیروران بندیان دې یاېې هغه خلګ چي په کرایه له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوې .

څلورم : امنیت راوستل ، ترځوچي دولت سرترپایه تغیرونه خورې دامینت راوستل اوټنګول یوخوب وخيال دې . ځکه امینت خراب کړې همدغه ادارې دې اوس امینت په هغه حالت کی نه دې چي یوه فاسده اداره دې ددې توان ولرې چي داسی یوقوت لکه طالیبان چی دکابل په زړه کې داسې عملیات کوي چی فکرېې نه کیږې اودافغانستان زیاته برخه په واک لرې په داسې اسانې داسې دولت ته چي دوې دهغه دلاسه فراره اوسرګردانه دې توپک پرمڅکه کښیږدې . دامنیت خرابولاې یوازې دطالیبانوسره تړلې ندې . دامینت خرابوالې ډیره برخه په دولت پورې تړلې ده . چی ملت ېې خوابدی کړیدې ، فسادېې حاکم کړیدي ، غله اوداړه ماران ېې پرقدرت کښینولې دي . په ملت کې یی دنفاق تخم پاشلې دې .لوږه اوبې کاري ېې برملت ترپلې ده ، ولس ېې په درواغجنووعدوغولوې دې . چي ښکاره مثال ېې په ټولټاکنوکې درغلې دي .

پنځم : نړیوال دکرزې سره ځومشکلات لرې داچي درواغ واېې اوکه رښیتا دادهغوې خبره ده خوخلګوته ېې تشویش اچولې دې لومړې دهغه دمرستیالانوسره دوهم دهغه دکورنې ( وروڼوسره ) دریم دادارې فساد سره ځلورم دمخدره موادودکاروبارسره پنځم دناامینوسره . چي ددې مشکلاتوحل اوددې کسانوکنترول دکرزې دوسه وتلې دې نوکه بارک اوباماپه اته کلنه دوره کې کافې مالومات اوتجربه نه وې ترلاسه کړې اوسنې اداره اوکرزې اودهغه کمزورې اودهغه په فساد لړلې ګروپ ېې نه وې پیزندلې نودابه دهغه ډیره زیا ته بې تجربه ګې وې چي اوس په شپږمیاشتوکې غواړې له کرزې نه یوبل امتحان واخلې .دې اوټول په دې پوهیږې چی هیکله به هم کرزې په دې ازموینه کې برې ترلاسه نکړې ځکه کله چي حالات کاملا ارام وه ده ونه سوه کولا ې ملت دخان خپل کړې اوس خوبیخې دخوب لیدل دې دورځی په تیریدو هم امینت دخرابې خواته روا ن دې اوهم فساد دډیریدوپه حال کې دې .

شپږم : ملې روغه جوړه : دافغانستان په تاریخ داسې نده سوې چي دوې داسې ډلې چي دهغوې ترمنځ دې یوه اوږده بدې پرته وې اوپه زرګونوخلګ دې ترمنځ وژل سوي وي اوبیا دي هغوې مخامخ سره ناست وې اوروغه اوجوړه دي وکړي . دهغوې ترمنځ دنانستی اوروغي جوړې دپاره به دامنیت ضمانت اوددوې ترمنځ به دقضاوت مسولیت دچاپه غاړه وي ځکه نوروغه جوړه داوسني دولت په وجود اومشرتوب کی هیڅ امکان نه لري . اوملت هم په دې کارکي ځکه ونډه نه اخلې چي کرزې یوه سمه تګ لاره نه لرې اوس طالیبان هم ځان غښتلې بولې اوژرجوړی ته غاړه نه ایږدې .

اوم : – دمجرمانومحاکمه : داکارخوڅکه امکان نه لرې چي وکرزې ته په ټولټاکنوکې ترټوزیات مرسته مجرمانوکړیده دده کمپاین نران زیاتره هغه قاتلان وه چي لاسونه ېې ترځنګلوپه وینوسره وه اودکرزې لخواورته ډیرمالې امکانات ورکول سویدې اوورکول کیږې کرزې پرته له هغو هیځ رول اومخ په ملت کی نه لرې که ېې درلوداې په دومره پراخه پیمانه درغلې یی په ټولتاکنوکې نه کولې دکرزې دقدرت اوحاکمیت ټوله تکیه پرهغه زړوجنایتکارانووه اوده نوپه دې صورت کی که هغه جنایتکاران محاکمې ته راکشوې نوباید اول خپل مرستیالان راکش کړي چی داددکرزې له وسه وتلې خبره ده داوباددې سست اودوه مخه سیاست نه څونتجی لاس ته راځې

لومړې : یاخوبه امریکا غواړې په افغانستان کی دیوه کمزورې په فساد اوقاچاق لړلې دولت په وجود کي چی په ظاهره دنړې اوافغانانودخطاایستلودپاره شرایط ایږدی اوپه عمل کې همدافاسده اداره پالې اوبه غیرقانونې ډول ېې پرقدرت راوسته ترځوددې خپل نورفوجونه هم افغانستان ته ولیږې اودخپلوپاته کیدوته بهانه جوړه کړې اودخپلې اوږدمهالې ستراتیژی دپاره خبل مزل لنډکړي چي البته داکاربه دافغانستان ګاونډیان نوروحساسوې اودخپلومزدورانودلارې به نوروتخریبې کاروته ته شه به ښه بهانه پلاس ورجوړه کړې .

دوهم : یا به داسې وې چي پرامریکا اوملګروبه ېې اوسنې جګړه غمیدلې وې دخپلووتودپاره به بهانه لټوې خوبه دې بهانه وتل به لکه روسان چي له افغانستان نه ووتل به هم امریکا ماته وخورې اودخپل برم نه به ېې راوغوځوې اوهم به یوه بله نړیواله ستونځه اوغمیزه رامنځ ته کړې چی زیان به ېې ټولې نړی ته ورسیږې .

ددې مشکل دحل دپاره هم افغانان اوهم نړیوال باید یوه داسې طرحه وړاندې کړي چی نورنه نړیوال اونه افغانان دیوه کس اویا دیووړوکی په فساد ککړګروپ دپاره ووزل اووځورل سې .داوباما داشپږمیاشتې ضرب اجل هیځ ګټه نه افغانانوته لرې اونه نړیوالوته برته له غولونې اودوخت له ضایع کیدونه دایوقاطع عمل ته ضرورت لري اوهغه دیوه بل دریم میکانیزم رامنځ ته کول دي ، وسلام