د کندهار د شرعياتو پوهنځى رئيس ځانمرګو وواژه

34 | مارچ 13th, 2010


په هغو خونړيو چاودونو کي چي نن ماښام د کندهار په ښار کي وسوې، د کندهار د جمعيت اصلاح مشر او کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځى استاد فريدالله خان احمدزى هم ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي استاد احمدزي هم د پېښي په قربانيانو کي روغتون ته ور وړل سوئ چي وروسته يې د زخمونو له امله په روغتون کي ساه ورکړه.
انالله و انااليه راجعون
د کندهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي يوه محصل لراوبر ويبپاڼي ته وويل نوموړى په ملا او پښو کي زخمي سوئ وو.
استاد فريدالله احمدزى د کندهار پوهنتون د اسلامياتو استاد و، چي تېر کال د ده په هڅو او کوښښ د کندهار په پوهنتون کي د شرعياتو پوهنځي هم پرانيستل سوه، نوموړى د پوهنځي پر رياست سربېره د کندهار د جمعيت اصلاح د دفتر مشر هم و، چي هره د جمعې ورځ په سوونو کسان د ديني زدکړو، مخامخ بحثونو او ديني پوښتنو دپاره ورته راتلل.
د راپورونو له مخي د څلورو چاودنو مړي تر ٣٠ او ټپيان تر ٨٠ کسانو اوښتي دي. د ميرويس روغتون ډاکټرانو له ښاريانو څخه ټپيانو ته د ويني د ورکولو غوښتنه کړې ده.
همدا اوس له کندهار ښار څخه تازه راپور وايي چي د شپې پر ١١ بجې پنځمه درنه چاودنه هم وسوه، خو د جزياتو په هکله يې معلومات نسته.

Copyright Larawbar 2007-2024