ناټو په هلمند،کندهار او پکتيا کي ۱ شکمن وژلئ او څو نور نيولي

د لراوبر اداره | مارچ 19th, 2010


دناټو لخوا د نن سهار په لومړۍ خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی ځواکونو تېره شپه د هلمند په نادعلي ، کندهار په پنجوايي او پکتيا د ګردېز ولسوالۍ  د چوڼۍ په سيمه کي د استخباراتي مالوماتو له مخي د شکمنو طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي ، يو شمېر کسان يې له يرغمل کړي او په ګردېز کي يې يو کس د عملياتو پر مهال وژلی دی .

ناټو وايي چي د کندهار په پنجوايي کي يې د عملياتو پر مهال روسي ګرينېډ هم پيدا کړی دی .ناټو پرون هم په ختيځ او جنوب لويديځ کي داسي عملياتو خبر ورکړی و .

د پښتني سيمو اوسيدونکي په پرله پسې ډول شکايت کوي چي بهرنيان د شپې لخوا ددوی د کورونو دروازې په بمونو الوزوي او ددوی د کلتور سپکاوی کوي.



د هلمند ولايت يوه اوسيدونکي لراوبر ته وويل چي بهرينان د خپلو جاسوسانو هر ډول راپور مني او پر کورونو حملې کوي ، نوموړی چي محمد هاشم نوميږي وايي چي ګرېنېډ ، پوتنچه يا يو کلاشينکوف دلته په هر کور کي پيدا کيږي ، دولت د خلکو امنيت نسي نيولای ، موږ مجبوره يو چي د ځان د امنيت د پاره په کور کي وسله وساتو ، خو کله چي دا کافران زموږ پر کورونو حمله وکي د يوه ګرېنېډ په خاطر پر موږ د القاعده ګمان کوي .

\محمد هاشم وايي چي کله چي موږ غواړو خبري وکو ، د خارجيانو سره راغلي ترجمانان زموږ په ژبه نه پوهيږي يا زموږ خبري غلطي ترجمه کوي .

بله خوا د ناټو او ايتلاف چارواکي هم دا خبره مني چي ددوی د پاره د طالبانو او ملکي وګړو تر منځ پېژندل سخت کار دی ، ځکه د پښتني سيمو خلک ږيره لري ، لنګوټه تړي او طالبان هم عيني لباس اغوندي .

کارپوهان اندېښنه لري چي که بهرنيان هر هغه څوک چي طالب ته ورته ږيره او لنګوټه ولري د طالب او القاعده په تور ونيول سي دا به ددولت او خارجيانو پر ضد نفرت نور هم زيات کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024