هرات : د وسله والو تر ټولو لوی ډيپو نيول سوی دی
ناټو په خپله يوه تازه خبرپاڼه کي ويلي چي ددوی ځواکونو د افغان ځواکونوسره يو ځای تيره شپه د هرات د شنډنډ ولسوالۍ په زيرکه سيمه کي د وسلو تر ټولو لوی زېرمتون کشف کړی او نيولی دی ، ناټو وايي په دې زېرمتون کي د بېلابېلو سپکو او درندو وسلو ، مرميو ، چاودېدونکو توکو تر څنګ د ريموټ کنټرول بمونو الات او سيمونه هم ترلاسه سوي دي ، په دې عملياتو کي يو شکمن کس هم نيول سوی دی چي د ناټو په وينا پوښتني ګروېږني ترې رواني دي .
د يادوني وړ ده چي پرون د دفاع وزارت په هرات کي د يوه بل غټ ډيپو د کشف خبر ورکړی چي ويل کيږي څو ټنه چاودېدونکي مواد پکښي ځای پر ځای سوي وو .
تر دې پخوا هم د ايران سره په سرحدي سيمو کي دې وسلې او چاودېدونکي ماينونه موندل سوي چي زياتره يې په ايران کي جوړ سوي دي .