پر مارجه او ټول هلمند باندی دوه حکومتونه چلیږی

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 19th, 2010


اسوشیټیډ پریس د لښکرګاه او مارجې څخه په خپل تازه راپور کی لیکی چی طالبان پر مارجه د ظاهری کنټرول د بایللو سره سره بیا هم ډیر پیاوړي دي او د شپې لخوا هلته آزادانه فعالیت کوی او ماینونه ښخوی چی دې کار یې امریکایی پوځ ډیر په عذاب کړی دی . راپور وایی چی هغوی حتی د لښکرګاه تر ښار یونیم کیلو متر بهر ټولی سیمی په کنټرول کی لری او د امریکایانو دا ستراتیژی چی هلمندیان او طالبان سره بیل کړی ، ناکامه ده .
عبدالطیف چی په لښکرګاه کی د انګلیسی معلم دی ورته وویل چی « د هغه ټلویزیون د برج تر شا نور ټول طالبان دي . د ښار پر شاوخوا ټوله سیمه د طالبانو سره ده . »
والی ګلاب منګل اعتراف وکړ چی « د هلمند د ۱۳ ولسوالیو څخه درې کاملأ د طالبانو په کنټرول کی دي » او حکومتی مسؤلینو وویل چی په متباقی ولسوالیو کی صرف مرکزونه د حکومت سره دي او نوری ټولی سیمی د طالبانو په کنټرول کی دي .
د باغران ولسوال ( عبدالرازق ) د طالبانو له بیری هلته نسی ورتللای او د هغې ولسوالۍ کارونه په لښکرګاه کی کوی . ده داسی وویل « څنګه زه هلته ورتلای سم چی ټوله کنټرول د هغوی سره دی ؟ » په موسی کلا کی صرف بازار د حکومت په کنټرول کی دی او طالبان هلته په هفته کی یوه ورځ محکمه دایروی تر څو د خلکو دعوې فیصله کړی .
په « سی آی اې » کی د اسامه بن لادن د نیولو د شعبې پخواني ریًس مایکل شیوور خبردارﺉ ورکړ چی د مارجې کامیابی « فانی او مؤقتی » ده او بقأ نه لری .او زیاته یې کړه چی « تر کومه وخته چی زموږ لس زره پوځیان هلته ځای پر ځای او د ډالرونو نوله مو ایله وی نو برﺉ به مو هم ورسره جاری وی او بس . »
د هلمند پخواني والی ( شیر محمد اخوند زاده ) وویل چی « طالبان خو تللي نه دي ، بلکی هغوی صرف له دې ځایه ګریشک او سنګین ته کډه سول . د هلمند حکومت فاسد دی او په مارجه کی هیڅ بدلون هم نه دی راغلی . . . دا مهمه نه ده چی د ناټو په زرګونو پوځیان دلته موجود وی ، خو د دې سره سره به بیا هم په هلمند کی طالبان موجود وی . » منابع وایی چی مارجه نه د ناټو برﺉ دی او نه هم د طالبانو شکست ، بلکی د سړیو او روپیو ضایع کول دي او بس .

Copyright Larawbar 2007-2024