خاوند خپله مېرمن وسوځوله

34 | مارچ 20th, 2010


د پاکستان په لاهور کي ښار کي يوه خاوند خپله مېرمن هغه مهال وسوځله چي هغې پر طلاقنامه له لاسليک څخه انکار وکړ.
د نازيې په نوم دغه ٣٥ کلنه مېرمن چي اوس په روغتون کي د مرګ او ژوند تر منځ راګيره ده، وايي مېړه يې هر وخت جنګ ورسره کاوه، وهل او ټکول يې ورکوله، د پنجشنبې په شپه د طلاق پرېکړه وکړه، خو پر کاغذ د نه لاسليک په خاطر يې لومړى پترول راباندي وپاشل او اور يې راواچاوه.
د لاهور پوليس وايي د نازيې خاوند تښتېدلئ دئ، خو د لټون هڅي يې رواني دي.

Copyright Larawbar 2007-2024