روسان امریکایانو ته :په افغانستان کی پیسې خبری کوی
د امریکا « اې . بی . سی . نیوز » لیکی چی په افغانستان کی د ناټو او امریکایی پوځ لوی قوماندان جنرال مک کریسټل دوه واره د هغو روسی جنرالانو او افسرانو سره خبری کړي چی په افغانستان کی جنګېدلي وو . هغوی مشوره ورکړې ده چی په افغانستان کی پیسه خبری کوی نه د پوځیانو ډېرښت . هغوی ورته ویلي چی د کامیابۍ اصلی راز په دې کی دی چی طالبانو ته باید رشوت ورکړﺉ او هغوی رانیسی . دغو روسی افسرانو د افغان مجاهدینو سره خپل جنګونه ورته بیان کړي او ورته ویلی یې دي چی خوشی پوځیان مه ډېروﺉ بلکی پیسې ډیري کړﺉ ، مسجدونه ورته جوړ کړﺉ ، ملایانو ته پیسې ورمخته کړﺉ تر څو هغوی اسلام د لویدیځ پر طبعه درته برابر کړی ، قبایلی مشرانو ته ډالرونه ورکړﺉ او همیشه ورسره وګورﺉ .
خبر زیاتوی چی په دغو روسی جنرالانو کی دوه یې ډیر مهم دي چی یو « ولادیمیر شبانوف » دی چی لس کاله په افغانستان کی جنګېدلی دی ، او بل هم د انګوشتیا څخه یو مسلمان « شوروﺉ قهرمان » جنرال سلطانوویچ آصف دی .
خو پوځی څیړونکي وایی چی د یوې خوا ناکامه جنرالان د بلی خوا ناکامه جنرالانو ته ناکامه او تر وخت تیره مشوره ورکوی .