دکندوز سلګونو اوسيدونکو دولت ضد احتجاجي غونډه وکړه
دګاونډي هيواد تاجکستان سره په پوله پرته دکندوز دامام صاحب ولسوالي سلګونو تنو ديوي پراخې غونډي په ترڅ کې په داسې حال کې چی مرګ په امريکا او بريتانيا چيغې يي وهلي دافغان دولت نه په کلکه وغوښتل که چيرته د دوي دوزل شويو زامنوقاتلان دعدالت اومحکمې ميزته راکش نکړي نو دوي به نه يوازي داچې خپل زامن د دولت دليکو څخه رابيل کړي بلکه په راتلوونکې پارلمانې ټاکنوکې به برخه هم وانخلي اومجبوراَبه دافغان دولت مخالفينو سره يوخاي شي .
ددغې غونډي يوتن ويناوال مولوي محمدحسن په افغان دولت غږوکړ چې ژرتر ژره دي دپيښي عاملين دوي ته وسپاري اوکه نه نو دوي به خپلو لاريونونوته دوام ورکړي.
همداراز دياد ولايت دپوهنتون يوتن استاد اسدالله وفا وويل : چي بهرنې ځواکونه په هيواد کې دسولې اوثبات لپاره نه بلکه دنژادي تاويخوالي ته لمنې وهني لپاره تم دي .
دامام صاحب ولسوالې ولسوال جمعه خان بابړي په پلازمينه کې دولس په استازو پړه واچوله چې تردي دمه يي ديادي پيښې په اړه پوښتنې کولونه پاتې راغلې دي .
خوپه کندوزکې دولايتې شورا يوتن غړې شاه پور امامې وويل : که چيرته افغان دولت دناټوڅخه دپيښې دقاتلينو غوښتنه ونګړې نو دوي به خپل ټولې اړيکې دافغان دولت سره وشلوي نوموړې زياته کړه چې بهرنيان لومړې مونږه ووژنې بيا يي يوه کمپله دبښنې غوښتلوترڅنګ په لاس کې نيولې وي اوبس.
همدغه راز امامې ديته هم اشاره وکړه که چيرې ديادې پيښې دقاتلينودمحکمه کولو فيصله ونشي نو دوي به په راتلوونکوپارلمانې ټاکنوکې برخه وانخلې همدغه رازد 7 وژل شووپوليسوپلرونو هم سخته غوسه څرګنده کړه اووويل چې نږدي 40 ورځې يي په کابل کې پاتې شوي خوچايي خبرې ته غوږندي نيولې هغوې وويل که چيرې دپيښې پلټنه ونشې نو دوې به مجبوراَ دمخالفينوسره لاس يوکړي .
داغوښتنې اوناندرې په داسې حال کې رامنخ ته کيږي چې تيره مياشت دناتوپه يوهوايي بريد کې دامام صاحب په ولسوالې کې 7 تنه پوليس ووژل شول چې وروسته ناتودپيښې دتاييد ترڅنګ دبښنې ويلو اودپيښې دڅيړلوخبره وکړه .