کندوز:دکوچيانو د يووالي او همږغۍ غونډه جوړه سوه

د لراوبر اداره | اپریل 1st, 2010


د هيواد په شمال ختيزولايت کندوزکې نن د پنجشنبې په ورځ کوچينانوديووالې اوهمغږې ترعنوان لاندې يوه غونډه جوړه شوي وه چې سلګونوخلکوپه کې برخه اخيستې وه .
په ياده غونډه کې دکندوز دکوچينانوبرسيره دتخار ،بغلان دکوچينانواستازودبرخې اخيستنې ترڅنګ دکندوزوالې انجينرمحمدعمر اويوشميرلږودولتې چارواکوبرخه اخيستې وه .
غونډه د کندوز پامير هوټل په تالارکې کې دکوچينانودسمون چارودلوې امريت په نوښت جوړه شوي وه .
دغونډې برخوالوته دياد ولايت والې محمد عمر په خپله  وينا کې وويل : تيرودريرشوکلنوکې کوچيانودبل هرقوم په پرتله په دغه هيوادکې  زيات زحمتونه ګاللې دي اوزياتې مالې اوځانې شتمنې يي له لاسه ورکړې، نوموړې زياته کړه چې د کوچينانو دستونزوداوارې لپاره به لازمې لارې چارې ولټوي ولې هغه پرکوچيانو غږوکړچې امنيت کې دي ورسره مرسته وکړې اوخپل بچيان دي دوسلوالومخالفينوله ليکورابيل کړي ترڅو په سيمه کې ډاډمن امنيت رامنځ ته شي همدغه راز عمر زياته کړه چې ددوي دپوليسوتشکيل سږکال  د 1000 نه 2500 تنوته لوړشوې چې پرمټ به يي دوي وکولاې شي چې دکندوزد6 ګونوولسواليوامنيت ټينګ کړي .
ددغې غونډې يوبل تن ګډون وال اودبغلان ولايت دکوچيانواستازې حاجې محې الدين وويل چې افغان دولت ورسره هيڅ ډول مرسته نده کړي اود دولت له لورې ورکړل شوې څړځايونه ورڅخه زورواکونيولې دي هغه والې ته مخامخ وويل چې دشته ستونزو داوارې لپاره دي ورسره مرسته وکړې .
دکوچيانودلوې امريت  سمون د  چارو دتيرکال داحصايي له مخې دا مهال په دغه ولايت کې شاوخوا 8000 زره کورنۍ  ژوند کوې چې ډيرې يي داشکايت لري چې ښوونځيو،روغتياېې مرکزونواوپاکو اوبوڅښلوته لاسرسې نلري .

Copyright Larawbar 2007-2024