دخيبرپښتونخوا په خوشالۍ کي کوټه اوچمن هم شامل وو

د لراوبر اداره | اپریل 1st, 2010


دسرحدایالت ته دخیبرپښتونخواورکولووروسته دشمالي پښتونخواپه شان دسهيلي پښتونخواپه تاریخي ښارکويټه کښي هم کښي هم پښتنوځوانانوخوشحالي څرګنده کړه اوپښتونخواملي عوامي ګوندترنظارت لاندي یولاریون وېستل شوو اوپه باچاخان چارسوباندي جلسه وشوه.وجلسې ته دپښتونخواګوندمخکښانوویناوي وکړې.په دغه دپښتونخواملي عوامي ګوندځوانانواتڼونه وکړه .
دغه ډول پر ډيورنډ کرښه پروت چمن ښار کي هم ولسونه لارو او کوڅو ته راووتل ، ډولونو ته يې اتڼونه وکړه ، د يادوني وړ ده چي نن په ټوله پښتونخوا کي د خوښۍ فضا خپره وه او خلکو يو بل ته مبارکي ويله .

Copyright Larawbar 2007-2024