طالبان دپنځو انګريزانو دوژلو خبره کوي خو ناټو ۱ مني

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 4th, 2010


طالبانو خبر ورکړ چی نن یې د هلمند د ګریشک ولسوالي د ( باري ) په سیمه کی د بیلرچو په چاودولو سره هغه برتانویانو ته شدیده مرګ ژوبله واړوله چی یوې افغانی پوستې ته ورتلل . په دې چاودنه کی پنځه برتانویان مړه او شپږ نور زخمیان سول . خبر زیاتوی چی تر دغی پیښی نیم ساعت مخکی د همدې ولسوالۍ په ( کمپک ) کی د لویو لارو د امنیتی پولیسو یوه عراده کرولا موټر هم د ماین ښکار سو چی پکښی ناست پنځه پولیس له منځه ولاړل او موټر یې ټوټې ټوټې سو .


څو شېبې مخکي دناټومطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي د افغانستان په سهيل کي د يوه سرتيري د وژل کېدل تائيد سوي خو دوژل سوي پوځي هويت يې پټ ساتلی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024