کور / علمي / د بشپړتابه اړتيا او وړتيا

د بشپړتابه اړتيا او وړتيا

ليکنه: پوهاند حبيب الله رفيع

د ساینس اوتخنیک له پرمختګ سره د نړۍ په وړاندې تللو هېوادو کې هره ورځ نوي ـ نوي ساینسي زېږېدنې کېږي او په هره زېږېدنه د هماغه هېواد د ژبې يو نوم ايښودل کېږي او بیا دا د علم نوې پېغله له خپل نامه سره بل هېواد ته ودېږي او هلته مېشتېږي . که وروسته پاتې هېوادو ژبې پټه خوله پاتې شي او په دې نوې ناوې نوم کېنږدي نو د دې ناوېانو سلسله خو اوږده ده او کله چې د دې هېواد خلک سترګې غړوي ګوري به چې د دوی د ژبې ټول انګړ به د پرمخ تلليو هېوادونو راغليو ساينسي ، تخنيکي او نوؤ منځ ته راغليو ناويو نيولی وي او اصلي ژبې ته به يوازې چوکاټ او چاردېوالي ورپاتې وي او که دا بې پروا يي يوازې يو څو کلونه دوام ومومي نو په عمل کې به اصلي ژبه تر روابطو او آداتو پرته نور څه ونه لري او په رڼو سترګو کې به به له منځه تللې او مړه شوې وي .
د همدې اړتيا له مخې د هرې ژبې خواخوږي ژبپوهان د خپلې ژبې د بشپړتابه مراحلو ته څارو وي اود ډېرو هېوادو اکاډيمۍ او علمي مرکزونه د پوهانو د ګډو او ګټورو مشورو له لارې نويو ځليزو (پديدو) ته نوي نومونه خوښوي او جوړوي او په دې وسیله خپله ژبه له مرګه ژغوري او د زمانې له يُون سره ېې روانوي .
پښتو هم د يوه وروسته پاتې هېواد لرغونې ژبه ده چې ددې ژبې د ويونکو پخوانی ژوند  د وسايلو اوزارو او احتياج وړ خواؤ له پاره ډېره مړه او غني لغوي پانګه لري او د بشپړتابه بريالي پړاؤونه ېې وهلي دي او هم ېې د نويو پنځونو(ایجاداتو) لپاره معقولې او خوندورې ژبنۍ سټې او ريښې شته چې په ډېره اسانه د نويو ځليزو لپاره يو موزون او وړ نوم پکې موندل کېدای او يا جوړېدای شي . همدا وجه ده چې د دې ژبې خواخوږي هم هیله لري چې خپله ژبه د ژوند له روان ګړندي يُون سره عیاره کړي او پرېنږدي چې خپله پراخه او وسيعه ژبه ېې د نورو ژبو لاس کتويه او موزيم شي . له همدې کبله د نويو ساینسي ، علمي ، او نورو ځليزو له پاره د خپلې ژبې د چوکاټ او اډانې سره سم نومونه ږدي او د بشپړتابه سير ېې پالي .
که څه هم ځينې کسان د ژبې د بشپړتابه چاره بدعت او ناروا بولي او په لوی لاس له خپلې ژبې څخه د پرديو ژبو موزيم جوړول غواړي خو په مقابل کې ېې داسې کسان هم ډېر دي چې د ژبې د بشپړ تابه د اړتيا په اساس زيار باسي او په ژبه کې نوي نوم ايښودنې کوي ، خو دا د يوه يا څو تنو کار ندی بلکه په دې لاره کې د ژبپوهانو او علمي موسسو د ګډو مرستو او هڅو ضرورت دی.
د ژبې د بشپړتابه په مهم او بنیادي چار کې باید له افراط او تفریطي عمل نه ځان وژغورو او داسې کار ونه کړو چې د پښتو او د نړۍ د نورو ژبو ترمنځ  وسپنيز دېوال ودرؤو او په لنډه شوې نړۍ کې خپله ژبه تجرد ته راکاږو او نه هم داسې بې پروا ېې وکړو او په تدریجي مرګ ېې ووژنو .
د ژبې د بشپړتابه مهم چار کې د ژبې د پوهانو مشورې د علمي موسسو او اکاډيميؤ پرېکړې او ډله ايز تصمیمونه ډېر اغېزمن او ګټور دي . دا د يوې ژبې د بشپړتابه عملي او معقوله لاره ده .
هو ! ژبه ملي امانت دی په دې مهم امانت کې باید چې خیانت ونه کړو . او داسې ناوړه میراثونه پکې پرېنږدو چې بیا مو يو وخت نه يو وخت ملت محاکمه کړي او نوم مو په بده خوله واخلي . دا ځکه چې :
خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ! .
د تاريخ او ژب پوهاند حبیب الله رفیع د کتاب (ژبپالنه ) څخه دغه مقاله لیکل شوې ده .