ننګرهار: دملي پوځ په منځ کي پټ طالب مرګ ژوبله واړوله

د لراوبر اداره | اپریل 11th, 2010


 دتوره بوړه جهادي محاذ لخوا لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي يوه  مجاهديې چي هجرت الله نوميږي دننګرهارولايت خوګياڼوولسوالۍ دوزيروسيمې اوسېدوونکی ووڅه وخت وړاندي په ملي اردوکي برخه واخيسته اوغوښتل يې له دې لارې دولت او بهرنيانو ته کلک ګوزار ورکړي ،نوموړي تېر ماځيګرپاوباندي پنځه بجې يې دغزني ولايت په مرکز کې دګډووقواوپه قرارګاه کي پرهغو پوځيانو بريدترسره کړچي دلته په لوبواخته وو، د خبرپاڼي له مخي په بريد کي شپږ تنه مړه او درې نور  ژوبل دي .
دقاري سجاد په وينا نوموړی طالب روغ رمټ خپل مرکز ته رسيدی دی ، د يادوني وړ ده چي په دې اړه ددولت لخوا معلومات نه دي خپاره سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024