کور / راپور / د بلوچستان له ايالت څخه ډېرى افغانان ايران ته روان دي

د بلوچستان له ايالت څخه ډېرى افغانان ايران ته روان دي

د بلوچستان ايالت له مركز كوټي او نورو سيمو څخه ډېرى افغانانو ايران ته د خوارۍ او مزدورۍ لپاره مخه كړې ده.
په پاكستان كي د روزګار د نښتوالي او د ډېري ګرانۍ له وجي په كوټه كي ډىرى افغاني ځوانان ايران ته د دې لپاره روان دي چي هلته خپلو بچيانو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا كړي، كه څه هم يو شمېر ځوانان د يادې شويو سيمو څخه په قانوني توګه له پولي اوړي خو ډىرى داسي ځوانان شته چي هغه يو قانوني جواز هم نه لري، خو دوى دا وايي چي موږ مجبور يو چي موږ به ځو او هلته به خواري كاږو.
هغه كسان چي قانوني جوازات لري او هغه د پاكستان د بلوچستان له لاري ايران ته اوړي خو داسي كسان ډېر لږ وي، هغه كسان بېخي ډېر دي چي هغه يو شى هم نه لري خو بيا هم ځي او په لاره كي له ډېرو سختو ستونځو او ناوړه كړاوونو سره مخامخ كېږي.
نجيب الله يو تن هغه كس دى چي په خالي لاسونو باندي روان دى، څو ځله يې بېرته را اړولى هم دى، ده راته وويل چي: درې ځله ايران ته واوښتم او له يو څه وخت تېرېدو وروسته درې ځله ايراني پوليسو بېرته راواړولم، كه څه پيسې به مي ګتلې وې هغه به هم هلته راڅخه پاتې شوې، دا دى يو ځل بيا روان يم.
كله چي مي له ده څخه پوښتنه وكړه چي ولي افغانستان ته نه ځـئ د خوارۍ لپاره ځكه چي هلته هم ډېر كارونه شته، نو هغه په ځواب كي راته وويل چي: موږ ښه خبر يو چي هلته ډېر كارونه شته، خو موږ وېرېږو ځكه خلك وايي چي طالبان خلك نه پرېږدي چي كارونه وكړي او وژني يې.
يو كس احمد خان راته وويل چي: خامخا به ځم ځكه چي يو خوا دلته كارونه نشته او بله دا چي په پاكستان كي امنيت هم ښه نه دى، موږ وېرېږو ځكه چي تاسو ته معلومه ده چي دلته د هيچا ژوند هم په امن نه دى، هره ورځ هدفي وژني كېږي او هر وخت خواريكښ او مزدوران د نامعلومو كسانو لخوا وژل كېږي، چي هيڅوك يې بيا پوښتنه نه كوي، له دې پرته پاكستاني پوليس مو هم تنګوي، د پاكستان پېژندپاڼو پوښتني راڅخه كوي كه نه وي نو په يوه او بله پلمه باندي پيسې راڅخه اخلي.
كه يوې خواته ځوانان چي له خپلو كورونو خڅه روان دي د خوارۍ او مزدورۍ لپاره خو له دوى سره د پاخه عمر سړي او كوچني ماشومان هم خپل اولادونو او مور او پلار پرېږدي په ډوډۍ پيدا كولو په پيسې ځي .
يو شپېته كلن سړى سورګل چي هغه هم ايران ته روان و، په دردېدلي ږغ راته وويل چي: دلته په مي پاكستان كي هيڅ ګزاره نه كېږي خپلو ماشومانو په سر اخيستى يم، دغه يو ماشوم زوى چي تقريبا څوارلس كلن دى، دى هم راسره بيايم ځكه زه اوس چندان كار نه شم كولاى، څه به دى شي څه به زه شم يو څه كار به وكړو، له دوى سره يو بل ماشوم هلك نصير چي د پنځلس يا شپاړس كلونو د عمر معلومېده روان و، له موږ سره له هر قسم خبرو كولو څخه يې ډډه كوله.
كه له يوې د بلوچستان له ايالت څخه ډېرى افغانان ايران ته ځي نو دا سلسله د افغانستان له هلمند، نيمروز او هرات د ولايتونو له لاري څخه هم شروع ده، دا سي ويل كېږي چي دا په تېره نيمه پېړۍ كي تر ټولو په زيات شمېر سره افغان ځوانان دي چي ايران ته روان دي.