بغلان : د ملګرو ملتونو پنځه افغان کارمندان ورک دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 16th, 2010


فرانس پریس آژانس خبر ورکړ چی نن په بغلان ولایت کی د ملګرو ملتونو پنځه افغان کارمندان نامعلومو کسانو تښتولي او ورک دي . حکومت هغه پر طالبانو تاوانوی . دغه پنځه نفره د خپل موټر په شمول نن تښتول سوي دي . پرون همدلته طالبانو څلور جرمن پوځیان او درې پولیس هم وژلي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024