مک کرسټل :کوړنګل مو په طبیعت پرېښود . . .

د لراوبر اداره | اپریل 17th, 2010


ویل کیږي چې دکونړ ولایت دماڼوګي ولسوالۍ دپراخې غرنۍ سیمې څخه امریکایي ځواکونه وتلي او په دې سیمه کې یې خپل پخې هډې تخلیه کړي دي تیره ورځ یوشمیر نړیوال او کورني خبریالان هم ددې حقیقت دارسپړلو لپاره سیمې ته ورغلي وه او په دې موضوع یې له سیمې نه مستند راپورنه مطبوعاتو ته ورکړل دغو خبریالانو په خپلو راپورونو کې ویلي چې همدااوس دکونړدا سیمه په بشپړه توګه له امریکایي ځواکونو نه تشه شوې  ده چې په دې سره دسیمې خلک دخوشالۍ احساس کوي او دازادۍ مراسم لمانځي سره له دې چې له تیرکال دنورستان له کامدیش ،برګمټال اوځینو نوروسیمو نه دغه راز دهلمند له بیلابیلو ولسوالیو نه د یرغلګرو تیښتې ته په پام سره داپه خپل ذات کې کوم فوق العاده انکشاف نه دی  مګر دپخواپه پرتله یې په مطبوعاتو کې ډيرعکس العملونه او تاثرات راپارولي دي  په افغانستان کې دامریکایي سرتیرو مشر جنرال  چې همدااوس داروپاپه سفر بوخت دی همدانن په پاریس کې دیوه مطبوعاتي پروګرام په مهال ددې شاتګ په اړه دخبریالانو له سختو پوښتنو سره مخ شوزیاتره خبریالانوپوښتل چې  ايا دادامریکایي سرتیرو یوښکاره شکست نه دی چې په بې پایه  مصارفو جوړې شوې قرارګاوې اوترپوځي پوښښ لاندې راغلي  یوه پراخه ستراتیژیکه سیمه خوشي کوي او دخپلو نورو هډو په خوا شاتګ کوي ؟دخبریالانو ددې پوښتنې په اړه د دمک کرسټل توجیه دیوه پوځي ځواب نه وه بلکه  په بشپړه توګه سیاسي اوله حقایقو سره په ټکرکې خبره  وه ده وویل مونږ له کوړنګل نه چاپه زور نه یوایستلي بلکې په خپل (طبیعت ) اورضا داسیمې پریږدو ځکه دده په وینا ددې سیمې خلک دافغانستان دنورو سیمې دخلک نه زیات له بهرنیو سرتیرو سره حساسیت  لري اودوی نه غواړي په پوځي حضور سره یې دخلکو نارضایتي راوپاریږي  …

ظاهرا په دې خبرو سره مک کرسټل هڅه کوله ترڅوخبریالانو اونورونړیوالوته داسي احساس ورکړي چې دوی په کوړنګل  کې هیڅ مشکل نه درلود چې له امله یي دوی دسیمې پریښودوته اړشوي وي  اوغوښتل یې ترڅوپه دې څرګندونوسره  په نړیوالواذهانو کې هماغه غلط تصور برقرار وساتي چې امریکایي پوځ یو نه ماتیدونکی ځواک بلل کیږي  چې په جګړییز قاموس کې یې دشکست اوتیښتې توری نشته  له همدې امله خو امریکایي رسنۍ هم له څوورڅو په تبلیغاتو لګیادي او هڅه کوي په کوړنګل کې دامریکایي غرورترلمر روښانه شکست  په دوو ګوتو پټ کړي .

کیدای شي دنړۍ په ځینو برخوکې ناخبره خلک به دا شاتګ هم دمک کرسټل دپوځي ایډیا برخه اودجګړې یوتاکتیکي چلند بولي مګر زمونږ هیوادوال او په تیره دکونړ اوکوړنګل خلک خو ډیرښه پوهیږي چې امریکایان ولې له دې سیمې ووتل دسیمې خلکو لیدل چې له تیرو شپږو کلونو راهیسي چې امریکایان  دې درې ته ورغلي په څنګه حالت کې یې شپې سبا کولې او کومې ترخې شیبې یې وزغملې ،دیاونې ده چې کوړنګل هماغه دره ده چې په لومړي ځل پنځه کاله وړاندې  پکې امریکایي له افرادو ډکه چینوک چورلکه په په مرمۍ وویشتل شوه اورانسکوره شوه له دې پیښې وروسته په بیلابیلو پیښو کې دامریکایانو پنځه څرخکې ددې درې په مختلفو برخو کې رانسکورې شوې دغه راز دلته دامریکایانو بیسونه  هره شیبه ترسختو توغندوي او دسپکو وسلو تربریدونو لاندې وه  ښایي کوړنګل  به  دمساحت له لحاظه  دافغانستان ترټولو کوچنۍ سیمه وي چې ډير امریکایي سرتیري پکې وژل شوي هغه چې مک کرسټل یي شمیر څلویښت تنه بولي خو نورې احصایي بیا داشمیره ترسلګونو رسوي په کوړنګل کې دامریکایانو دې سختو تلفاتو اوترخو ورځو شپو ته په پام سره به دمک کرسټل داخبره اوس څومره خلک ورسره ومني چې له دې سیمې تیښته یوه  درضا اوطبیعت خبره بولي مګر سړی نه پوهیږي چې یادو شویو ترلمر روښانه واقعیتونو او بي پایه امریکایي تلفاتوته په پام سره دغه جنرال څنګه جرأت کوي ترڅو دامریکایانو څرګند شکست اوبربنډه ماتې یوتاکتیکي شاتګ معرفي کړي زمونږ په باور خو دادنوموړي جنرال دنورو ډیرو هوایي څرګندونو او ادعاوو غوندې  یوازې یو دروغجنه توجیه ده چې هیڅوک به یي هم ورسره ونه مني .

Copyright Larawbar 2007-2024