سروې : د پنځو امریکایانو څخه څلور له حکومته ناراضه دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 19th, 2010


اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی ( پیو ریسرچ سنټر ) د امریاکایانو څخه ټولپوښتني کړي او په هغو کی بشپړ اکثریت ( یعنی د هرو لسو څخه اتو کسانو ) ورته ویلی چی دوی پر مرکزی حکومت هیڅ باور نه کوی او هغه د امریکایانو ناخوالي نسی سمولای . سروې ښیی چی د اوباما حکومت بی اعتمادی او د حکومت ضد روحیه خورا ډیره کړې ده .
دا ټولپوښتنی د ۲۵۰۰ بالغو امریکایانو څخه وسوې . صرف ۱۹٪ ورته وویل چی هغوی پر واشنګټن پوره باور لری . اکثریت خلکو ورته وویل چی دیموکرات او جمهوریت خواه دواړه ګوندونه درواغ وایی او امریکایان غولوی .
راپور زیاتوی چی دا په نیمه پیړۍ کی پر خپل حکومت باندی د امریکایانو کښته ترین اعتماد څرګندوی .

Copyright Larawbar 2007-2024