غزل

36 | اپریل 19th, 2010


سترګو ته يې ګورم نظر بايلوم
ټول د زړګي خېال په دلبربايلوم

ستا داننګووړانګوته ځيرښه يم
نه چې په قربت کې دي سربايلوم

خوا ته دي پرلار د غرورنښه يم
درچې شم ايله مې ځيګربايلوم

دا ځلي به هرڅه درنه زارکړمه
ګوره چې زه خوف اوخطربايلوم

بي تا که بازيده کلی ښه ښکاري
تاند عمر به ټول په سفر بايلوم

Copyright Larawbar 2007-2024