په خوست کي ماین ۱۲ ملکي انسانان له منځه یووړل
رویټر خبر ورکوي چي نن د خوست ولایت په تڼیو کي یو میني بس موټر د سړک د غاړي پر ماین برابر سو چي په نتیجه کي دوولس ملکي انسانان پکښی شهیدان سول چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل دي او موټر اور واخیست .
حکومت د دې پیښي پړه پر طالبانو اچوي خو هغوی تر اوسه خپل غبرګون نه دئ ښودلئ .
ویل کیږي چي د ماینونو په ذریعه په دې وروستیو وختو کي د ملکي خلکو تلفات خورا ډیر سوي دي .
