قاري يوسف: د ولسوالۍ د شورا غړی طالبانو وواژه
د اسلامي امارت وياندقاري يوسف احمدي وايي چي د دې ولايت د بابا صاحب ولسوالۍ ( ارغنداو) د شورا غړی حاجي عبدالرحمان ددوی کسانو وواژه .
حاجي عبدالرحمن نن سهار د کندهار ښار دچوڼۍ په بازار کي په پښو روان و چي د موټر سپرو لخوا وويشتل سو، ديادوني وړ ده چي دا پېښه د کندهار ددوهم لمبر اتل قول اردو ددروازې څخه په په پنځه سوه متري او په کندهار کي د کاناډايانو د فرقې ( دملاصاحب کور ) څخه په يو کيلومټري کي موقعيت لري .
په کندهار کي دداسي وژنو پېښي په دې وروستيو کي زياتي سوي دي ، قومي مشران يې پړه د کندهار پر اداره ور اچوي خو طالبان دداسي وژنو وروسته د پېښو مسوليت پر خپله غاړه اخلي .