راپور : افغانستان نورو پوځیانو ته هم اړتیا لری

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 30th, 2010


د امریکا نظامی ورځپاڼی ( سټار اینډ سټرایپ ) د پنتاګون د مامورینو په حواله ولیکل چی په افغانستان کی فعلی پوځیان کفایت نه کوی او باید نور بهرني پوځیان هم ور ولیږل سی . راپور وایی چی ناټو اوس د افغانستان د ۱۲۱ کلیدی ولسوالیو او مرکزونو څخه په صرف ۴۸ کی کافی پوځیان لری حال دا چی د طالبانو حملې ورځ په ورځ زیاتيږی او نوی سیمي په بر کی نیسی .
راپور وایی چی کله اوباما کښېناست ، نو امریکایی پوځیان یې د دیرشو زرو څخه ۸۶ زرو ته ورسول خو دا شمیر به ډیر ژر ۹۸ زرو ته جګ سی . مګر دا ۹۸۰۰۰ پوځیان بیا هم کفایت نه کوی او باید نور هم ور ولیږل سی . راپور زیاتوی چی د ۲۰۰۹ د فبرورۍ او ۲۰۱۰ د مارچ تر منځ تشدد ۸۷٪ زیات سوﺉ حال دا چی د کابل حکومت بی کفایتي او فساد هماغه شان په اوج کی دی چی دې کار ناټو او امریکایان تر ستر بوج لاندی راوستلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024