کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د كركيټ اصطلاحات زده كړئ!

د كركيټ اصطلاحات زده كړئ!

د افغانستان د كركيټ ملي لوبډله نوره نړيواله شوې ده او تر دې وروسته به يې لوبې پر نړيوالو ټلوېزونونو ښودل كيږي، د لوبې وياند به د خپلو خبرو پر مهال زياتره د كركيټ ځانګړي اصطلاحات كاروي، د دې لپاره چې د هغوى په خبرو او د كركيټ په لوبه نور هم ښه پوه شو راځئ د كركيټ ځانګړې ژبه زده كړو:

Bails: د لرګي هغه وړو ټوټو ته وايي چې استوانايي شكل لري، او د دريو عمودي لرګيو پر سر پرتې وي، چې دې ټولو شيانو ته ويكيټ وايي.
Over: د يوه توپ اچونكي له خوا د شپږو توپونو اچولو ته وايي.
Out: كله چې يو توپ وهوونكى وسوځول شي، هغه كه په كېچ، بولډ يا هم د رن آوټ وي.
run(s): د دوو ويكيټونو تر منځ د يوه توپ وهوونكي له خوا د توپ وهلو وروسته د ده او ملګري ځغاستې ته وايي.
run out: د توپ وهوونكي د ځغاستې پر مهال، د ټاكل شويو كرښو ته د رسېدو وړاندې د مخالفې ډلې له خوا په توپ د ويكيټ ويشتل (د لوبغاړي سوځېدل).
six, or over-boundary: شپږ منډې يا شپږيزه، كله چې توپ وهوونكى توپ بېله دې چې له مځكې سره ونښلي تر شاواخوا كرښې (بانډري) واړوي.
four, or boundary: څلور يا څلوريزه، هغه مهال چې توپ له وهل كېدو وروسته له شاوخوا راګرځېدلي كرښي ته ورسيږي يا تېر شي. په څلوريزه كې بايد توپ د كرښي دننه پر مځكه ونښلي.
full toss: هغه توپ بېله دې چې پر مځكه ونښلي، مخامخ توپ وهوونكي يا ويكيټ ته ورسيږي.
opening batsman:: پرانيستونكى توپ وهوونكى يا هغه لوبغاړى چې د لوبې په سر كې د توپ وهلو لپاره لوبې ته راځي.
batsman / batter: توپ وهوونكي ته وايي چې په بېټ توپ وهي او ويكيټ ساتي.
Bouncer: هغه توپ ته ويل كيږي چې د توپ وهوونكي يا بېټسمېن له سر يا اوږو سره تېر يا ولګيږي.
Bowled: كله چې توپ پر ويكيټ ولګيږي، كه پر بېټ لګيدلى وي يا نه.
Bowler: توپ اچوونكي ته وايي چې هڅه كوي ويكيټ وولي او بېټسمېن وسوځوي.
bye(s) Run(s): هغه منډو ته وايي چې كله توپ له بېټسمېن او ويكيټ ساتوونكي څخه تيرشي، چې پر بېټ و نه لګيږي، دا منډې نه د بالر او نه هم بېټسمېن په منډو كې راځي.
caught (out): كله چې توپ له وهل كېدو وروسته بېله دې چې له مځكې سره ونښلي او د يو لوبغاړي له خوا ونيول شي.
Crease: د هرې ويكټې مخته سپينو كرښو ته وايي.
Duck: هغه بېټسمېن چې بېله منډو جوړولو وسوځول شي، هيلۍ هم ورته ويلاى شو.
Fielder: هغه لوبغاړى چې په لوبغالي كې ولاړ وي او د توپ په نيولو سره د مخالفې ډلې د منډو جوړولو مخه نيسي.
half century: كله چې توپ وهوونكى په يوازې سر پنځوس منډې جوړې كړي.
Innings: په يوه لوبه كې د يوې لوبډلې له خوا ټولې جوړې شوي منډې.
lbw (leg before wicket): كله چې توپ د توپ وهوونكي پر پښه ولګيږي، يانې كه توپ په پښه را ونه وګرځي پر ويكيټ لګيږي، په داسې وخت كې امپاير د توپ وهوونكي په اړه پرېكړه كوي.
leg bye: په هغه توپ جوړې شوي منډې چې د توپ وهوونكي له خوا د بېټ وهلو نه بغير جوړي شي، يانې كله چې توپ پر پښه يا بل ځاى ولګيږي، دا منډې د توپ وهوونكي په منډو كې نه راځي بلكې ډلې په عمومي منډو كې شمېرل كيږي.
leg side: د كركيټ د لوبغالي سم نيم وېش ته وايي ، يانې د توپ وهوونكي چپه خوا.
maiden over:: هغه اوور يا شپږو توپونو ته وايي چې د توپ وهوونكي له خوا يوه منډه هم په كې جوړه نه شي.
no-ball: كله چې توپ اچوونكى د توپ اچولو پر مهال له ټاكل شوي كرښي تېر شي، په داسې وخت كې امپاير نو_بال وركوي او د نو_بال د كولو پر مهال توپ وهوونكى يا بېټسمېن نه شي سوځول كېداى.
off side: د كركيټ د لوبغالي سم نيمايي وېش، يانې د توپ وهوونكي راسته خوا.
Stumped: كله چې توپ وهوونكى له كرښې وتلى وي او ويكيټ ساتونكى يا كيپر په توپ ويكيټ وولي.
Stumps: هغه درې لرګي چې د پيچ په دوو سرونو كې درېدلي وي او توپ وهوونكى يې ساتي.
ton or century: د يوه توپ وهوونكي له خوا په يوازې سر د سلو منډو جوړول. (سليزه)
wicket keeper: ويكيټ ساتونكى يا هغه فيلډر چې د توپ نيولو په موخه د ويكيټ شا ته ولاړ وي.
wide ball: هغه توپ چې د توپ اچوونكي له خوا توپ اچوونكي ته لرې ور وغورځول شي، يانې تر ټاكل شويو كرښو د باندې وي، په داسې وخت كې مخالفې ډلې يا توپ وهوونكو ته يوه منډه وركول كيږي او توپ اچوونكى بايد بل بال وكړي.