ما ډیر ولیدل شاعرې

سعيد لودين | اپریل 30th, 2010


ته دې مړه مه شې شاعرې
رب دې تل لره سمسوره
خپل څادر دې په سر اوسه
رب دې تا نکړې سرتوره
»»»»»
ګرانې ګرانې ماته ګرانې
د فساد په وخت کې اوسیږو
دین کلتور ورک دی له خلکو
د الحاد وخت کې اوسیږو
څلور قُله پر ځان وایه
کله وځې چې له کوره
»»»»»
د وخت سترګې د لیوه شوې
داسې ښکلي خلک داړي
په خیرنو لارو مه ځه
درنه باج د ایمان غواړي
ډیر بدرنګ وختونه راغلل
خدای دې ساته له هر توره
»»»»
کړنګهار د کلیساو
د اذان غږونه نشته
دا کوڅې د شیطانانو
د ایمان غږونه نشته
دلته خیر د ایمان غواړه
پاکه سپینه لاره ګوره
»»»»»
ما ډیر ولیدل شاعرې
چې دې خړ سمندر وړي
ځان ګټل ترینه بیا ګران دي
څوک دې مړ سمندر وړي
هغه هم په کې لاهو شول
چې وو پاک له هر پیغوره
»»»»»
دلته ژوند ګناه ګناه ده
هره لاره کې ګړنګ دی
ستا لونګ له تانه لرې
ډیر دې خپل ژوندون کې تنګ دې
دګناه پیالې یې ډکې
د ثواب پیاله نسکوره
»»»»
ته دې مړه مه شي شاعرې
رب دې تل لره سمسوره
۱۱/۸/۲۰۰۹
زیوریخ ،سویس

Copyright Larawbar 2007-2024