کور / تازه خبرونه / احمدزى : ګوښه كيږم تر څو نوي ځوانان راشي

احمدزى : ګوښه كيږم تر څو نوي ځوانان راشي

د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلې تكړه لوبغاړي ريس احمدزي نن لر او بر ته وويل چي تر دې نړيوال كپ وروسته به له لوبډلې ګوښه كيږي، دى وايي دا كار په دې نيت كوي تر څو نويو ځوانانو ته په ملي لوبډله كې ځاى وركول شي.

ریس احمدزی - د کرکيټ ملي لوبډلي اتل، په هالنډ کښيريس احمدزى چې ۲۶ كلن دى، د لوبډلې يو له مخكښه ستوريو څخه دى، او په ډېرو لوبو كې ځلېدلى دى نوموړى همدارنګه يو وخت د ملي لوبډلې كپتان و.تر دې وړاندې د ملي لوبډلې په اړه ځينو خلكو ويل چي ګواكي نوي ځوانانو ته په كې ځاى نه وركول كيږي.

ريس احمدزى د ځوانانو لپاره د كركيټ يوه ټولنه هم لري چې په سلګونو ځوانان په كې د كركيټ لوبه زده كوي، دى همدارنګه د ملي لوبډلې د لوبغاړو په لاس لاسليك شوي توكي په آن لاين بڼه پلوري او په پيسو يې په د لوبغاړو په كليو كې ښوونځي جوړوي.

نوموړي دا هم ويلي چې د جنوبي افريقا د لوبې لپاره يې ښه تيارى نيولى دى او لوبډله باوري ده چي لوبه به ګټي.
دا چې د ريس احمدزي له خوا د ملي لوبډلې پرېښودل به پر لوبډله څونه تاثير وكړي، او آيا پر ځاى به يې وړ لوبغاړى راشي دا به تر دې نړيوالو سياليو وروسته ښكاره شي.

د ملي لوبډلې د لوبغاړو د كركيټ توكيو د آن لاين رانيولو لپاره دې پاڼې ته ورشئ :
http://www.proudtobeanafghan.com

د ښاغلي ريس احمدزي د ځوانانو د كركيټ ټولنې پاڼې پته :
http://www.aycso.com

تبصره نسته

  1. که څه هم دا يو عادي او طبعي خبره ده چي يو لوبغاړی تر قيامته په يوه لوبډله کي نسي پاته کيدای ، مګر ريس احمدزی په ملي لوبډله کي داسي حيثيت لري لکه په خوړو کي مالګه .
    زه دداسي يوه وخت تصور نسم کولای چي د افغانستان ملي لوبډله دي لوبيږي او ريس احمدزی دي نه وي پکښي کي .
    د ريس احمدزي د يوه ډېر سخت مينه وال په توګه له ده خواست کوم چي ژمنه به کوي چي د ملي لوبډلو په ټولو لوبو کي به حاضر وي ، خپلو مينه والو ته به د لراوبر له لاري خپل پيغامونه او د کرکيټ په اړه نظريات خپروي ، خپل نوي عکسونه به خپروي او خپله مينه وال به نه هيروي .
    دکرکيټ له لوبډلي او مسولينو هم دا هيله کوم چي ريس احمدزی تر هغه ونازوي چي احمدزی يې غواړي .
    احمدزي ته د ژوند په ټولو چارو کي دخوښيو او برياوو په هيله
    په درناوي

  2. په لر او بر كښي ددي خبر په اوريدلو ډير سخت خواشيني سولم چي رئيس احمد زئي وائي چي د T20 World Cup څخه وروسته ملي لوبډله پريږدم، رئيس احمد زئي چي په ملي لوبډله كښي د ملا د تير حيثيت لري او هر كله چي زمونږ د بيټينګ لين خراب سوي دي نو يوازيني څوك چي پر كريز باندي دريدلي دي هخه رئيس احمدزئي دي، زمونږ هيله چي رئيس احمدزئي دا غلطي ونكړي چي د وخت د مخه استعفا وركړي، البته يوه خبره بايد پر زياته كړو چي په لوبډله كښي تغيرات ضروري دي مگر نه د رئيس احمدزئي په بيه.

    اميد لرو چي رئيس احمدزئي چي په ډير ښه توګه ځليدلي دي او خداي دي هميشه داسي وځلوي د استعفا څخه صرف نظر وكړي او خپلي لوبه ته دوام وركړي

    په درناوي

  3. احمد زی صاحب دزوریدلو افغانانو او پښتنو په خاطر لوبډله یوازی مه پریږده او خپلی ته ادامه تر هغه وخته پوری ورکړه تر څو بوډا شی، ستاسو دلا کامیابی په هیله.

  4. Salaam to all of you.
    The decision to leave Afghan National Team is too early brother Ahmadzai.
    Afghan National Team needs you as a very experience player and all Afghans wants to see you playing for at least 5 more years . wasalam

  5. Salaam to all of you.
    The decision to leave Afghan National Team is too early brother Ahmadzai.
    Afghan National Team needs you as a very experience player and all Afghans wants to see you playing for at least 5 more years . wasalam