غزل

36 | مې 8th, 2010


په دې خلکو کي پخوا وه او اوس هم سته
دنفاق لويه بلا وه او اوس هم سته

دديدن ښکلي خبر دي چي تر ښکلو
تاو د اوسپني کلا وه اوس هم سته

چي د حق پر لار باندي به روان سوې
نو په مخ کي کربلا وه او اوس هم سته

ګرانې ! ما مجنون ته وويل په خوب کي
ستا په وخت کي هم ليلى وه او اوس هم سته

يوه داسي ډله وه دلته دروېشه
چي وژنه يي روا وه او اوس هم سته

»

Copyright Larawbar 2007-2024