دوه ایټالوی پوځیان په بادغیس کی ووژل سول
قنقوس خبری آژانس د ایټالوی پوځی ویاند له قوله خبر ورکوی چی نن طالبانو [ د خپلو الفتح عملیاتو په ترڅ کی ] د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالي کی هغه مهال دوه ایټالوی پوځیان ووژل او دوه نور یې ژوبل کړل چی زرهپوش یې پر ماین برابر سو . سږ کال تر اوسه ۲۰۰ بهرني پوځیان په افغانستان کی وژل سوي دي .