غزل

36 | مې 18th, 2010


اغزي ته شاکړي او سره ګل ته ګوري
هوښیار تیارې ته نه،لمرځل ته ګوري

مینه هغه چې سره یو وي زړونه
مینان نه دي چې یوبل ته ګوري

داچې ځیر ګوري نوې میاشت نه ګوري
پر بام ولاړې پیغلې نجل ته ته ګوري

داقام لګیا دی خپل حالت بدلوي
پښتون خونه دی چې ازل ته ګوري

دوی خو لا تیرو زمانو کې اوسي
اوس هم لا لارې دمغل ته ګوري

لاهم وخت شته چې ځان له مرګه خلاص کړي
خودوی یې نه غواړي اجل ته ګوري

دلته څوک لارې دمکتب نه څاري
چې څه به کیږي ټول مورچل ته ګوري

سحره نور دمینې شعر مه لیکه
خلک عمل ته نه،غزل ته ګوري

Copyright Larawbar 2007-2024