کور / کیسه / حجاب داره ښونکې

حجاب داره ښونکې

دا مې دریمه میا شت ده چې د اینګلیسی ژبې د زده کړې یوه ټولګی کې په زده کړه بوخت یم . ګر د همټو لګیوال مې زما په څیر د ګڼو وچو او هیوادونو دی : څو ک د افریقا تور پو ستی دی ، څوک له ختیځې اروبا راغلی اوځنې هم د هند د نیمې وچې هند ، پا کستا ن ، بنګلادیش اوسیدونکی دی او ځنې د لاتینې امریکا دی

زموږ په ټو لګی کې د نا رینو په پر تله نجونې ډیری دی . یوازی زه ، یو تور پو ستی ا فریقا یی او یو هندو زمو ږ د ټو لګی ټو ل نا رینه جوړوو نورې ګردې سپینې سرې ، غنم رنګه او تورر نګه ځو انې پیغلې دی چې هر یوه په خپلو سینګارونو او رنګونو زموږ هوسونه او زړونه تخڼوی

زه خورا خرا ب عادت لرم أ ن د خپلې ښځې په مو جودیت کې هم له ښا یسته نجونو ستر ګې نشم اړولی او چې څو د هغې خوارکۍ ستر ګې را با ندې لګیږی ما یی په شته والی کې په کو څه او بازار کې بیا څو نجونې په منډه له ستر ګو تیرې کړی وی . په دی بد عا دت دی څو ځلې دا ګلی او غندلی هم یم خو بیا هم هغه د فا ر سی متل دی چی : علت برود عادت نه .

په ما مې دا نا وړه عا دت دومره کله ، کله غا لب شی چې ان د مو ټر د چلولو پر وخت هم په نجونو کې ستر ګې را نه خښې شی . څو ځلې مې میرمن په قهر او غضب راته ویلی :

سترګې دې راووځه ، لږ خو لا ما وشر میږه ، بیا دی په کو مه مرداره سترګې خښې دی ، اخر په جنا زه کې نا ست یو

او ما تل په خندا ور غبرګه کړې :

ـ څه وخو مې نه خوړه ، هسې تشو کتلو ته مې هم نه پر یږدی ، چې ټوله ورځ تا ته ګورم ، خیر دی که یوه شیبه مې بله پیغله ولیدله نو څه قیا مت خو را نغئ

که رښتیا ووایم زمو ږ په ټو لګی کې له یو څوونجونو وتلې ګردی ښا یسته نجو نې دی خو زما پا م یوازې زما په حجا ب داره ښو نکی دی او بل مې په هیچا نه مینه را ځی او نه می هم ستر ګې پرې خوږیږی . زه مې په خپله حجا ب داره ښو نکې مین شوی یم او هغه ده چې یوازی دوو تکو غټو تورو سترګواو راوتلوتیانو یی له ما زړه وړی دی . هغه له سره تر پا یه په حجا ب کې پټه ده او سړی یی یوازې دوه غټې سترګې او دوه پا سته لا سونه لیدلی شی او زما په څیر د هر چا سودا ده چې د هغې د مخ کا سه : پوزه ، زامه ، کومې ، غا ښونه او نوره با ډی به یی څرنګه وی

زه له کوچنیوالی غټې ستر ګې که توری وی که شنی خوښوم او راوتلی ودریدلی تیان می هم تل دهوس ر ګونه تخڼوی، له دی کبله ېې سترګو له هما غې اولې ورځې را نه زړه وړی دی او دا سې ا نګیرم چې د هغې د تورو غټو ستر ګواو راو تلو او دریدلو تیا نو په څیر به هغه نوره هم پوره او کره وی

دا چې زما ښو نکې به زما په څه مینه وی نه پو هیږم خو دا را ته پوره څر ګنده ده چی زما به څیر هغه هم را با ندې ښه پوره ګر مه ده او زه یی هم په زړه کې پروت یم ، موږ سره له دی چی پو هیږو چی یو له بله سره مینه لرو خو بیا هم مینه دباندی نه را با سو او ځا ن یو پر بل نه پو هو و . موږ یواځې ستر ګی جنګوو او اوس یوازی له همدی خوند اخلو کله چی ورګورم سترګې لا ندې واچوی او دا هم چی راوګوری دا چم ور سره کوم او سترګې ژر ټیټې واچوم خو موږ دواړه پو هیږو چی له دې پتو کتو څو مره خو ند او رنګ اخلو

که مې رښتیا وپو ښتئ او سپينه را با ندې ووایا ست زما ددې دا څیر حجا ب نه دی خو ښ . زه شکر مسلمان یم او د حجا ب مخا لف نه یم او نه مې هم غر بی کا لی او مود خو ښیږی او نه یی هم دومره لیوال یم خو داسې حجا ب به نو د چا ښه را شی چې په ګرا ني د یوې پیغلې مخ څه چی غږېې هم په ګر انۍ واوریدل شی او هغه هم د یوې ښونکی . داسې یوې پيغلی ته به ګر انه وی چې په خو ښه د ژوند تلپا تې ملګری وموموی ځکه د داسې یوې پيغلې له مخ او اندام له لیدو پر ته به کوم لیونی پر هغې زړه با یلی او ټول زما په څیر نه دی چې یوازی ددې له دوو غټو ستر ګواو دریدلو تیا نو دې د هغې د ښا یست خوبونه ووینی او په پټو ستر ګو دې پرې زړه با یلی

زما ېې په رښتیا سترګې خورا خو ښیږی او دریدلو او را وتلو تیا نو یی هم له ما زړه وړی خو کا شکی ښونکې مې نه وای ځکه له دا سې یوې ښونکې په ګر انۍ څه زده کیدای شی څکه هم یی غږ نری دی او هم په ګر انې ددې د مخ له حجاب او ټو ټې تر موږ را رسیږی او هغه چی زما په څیر د غوږونو او اوریدو ستونزه هم ولری په ګر انۍ ېې په خبرو سر خلا صیدای شی . خو تا سو د مینې په زور خبر یا ست چې څو مره سړی تیر با سی . په ما همدا ټوکه شوې ده . زه یی په تورو ستر ګواو را وتلو تیا نو مين یم خو نه پو هیږم چې دې څنګه بیا پر ما زړه با یللی ځکه هغه هم له هما غه لو مړۍ ور ځې په ما ګر مه ده . موږچې دا درې میا شتې د خپلې مینې احسا سا ت یوازې یو د بل په اشا رو او مسکیدلو کې لیږدو نن دا دی دا هر څه په ډاګه شول:

زما ښو نکې چې څنګه ددرس او ښو نځی د تړلو زنګ ووهل شو ، ما ته غلې را نږدې شوه ، زما په سرېې خپل پا سته لاسونه را تیر کړل او په ورو یی غلی شانته را ته وویل :

ته پا تې شه ، له تا سره مې کار دئ

خورا هک پک شو م او پرته له دې چې بله خبره وکړم له خولې مې بې واکه ورووتل :

په ستر ګو

او ما چې تر څو ددې دا غو ښتنه له څا نه سره شا ربله را شا ربله بیا په دم ګړئ کې ټول ټو لګی له زده کو نکوو خالی و، د وروستی کس له وتلو سره ېې په بیړه دروازه پورې وهله او ما ته را نږدې شوه ، لاس ېې نا ببره د حجا ب ټو ټې ته ور غئ او پر یکړه یی وکړه چې خپل مخ را وښا یی او خبرې را سره پیل کړی خونه پوهیږم زړه ته ېې ته ېې څه ور غلل ژر ېې پریکړه وا ړوله

نه ، نه ، هسې نه چې خلک بل ګو مان ونه کړی ، ته در ځه او د لویی دروازې په مخ کې مې انتظار وبا سه

ما ېې دا غوښتنه هم هما غسې په مینه ځو اب کړه :

په سترګو ګرا نې

د ګر انې په اوریدو یی نرۍ شا ن وخندل خو هیڅ یی ونه ویل . زه ېې د غو ښتنې له مخې ژر له ټو لګی را ووتم او په چا بکو قدمونو مې د پو هنځی دروازې ته ځا ن را ورساوه او کرار ودریدم. له څا نه سره مې بیا کرل ریبل چې په درنګ شیبه کې دا هم را ورسیده او تر خوا مې ودریده او دستی یی بې له نورڅه ویلو و پو ښتلم

ته پو هیږې چې ولې مې ودرولی ېې؟

زه هم څوا ب ته حیران وم او هم نه پو هیدم چې روان او که په ولاړ ه خوله پر خبرو پرا نیزم خو دي ژر را غږ کړ

بس ودریږه مه ځه چی ځو او په ځواب هم شخوند مه وهه

ژر روان شوم او په موسکا مې ور غبرګه کړه :

نه پو هیږم خو ښه به وی که پخپله ېې را ته ووا یا ست

خو ژر ېې خبره واړوله

را ځه سپین را ته ووا یه چې

څه ؟

چې خو ښیږم دې ؟

د خبرو او دا سې پو ښتنو دې نا ببره پیل په ا ندیښنو کې واچولم خو د مخه ددې چې ځواب ور غبرګ کړم دا بیا را څخه د مخه شوه

ـ ګوره د زړه درزا دې اورم رشتیا به واېې

بیا ېې په نا ز وپو ښتلم

ښه ځه دا ووایه چې زما په با ب څه فکر کوې ایا ته به مې په زړه کې پروت ېې که یه؟

ما دا ځل ژر ورغبرګه کړه او په خندا مې ورته وویل

ددې څواب نو ته با ید را کړې ګرانې

ویی خندل

ـ پخپله په څواب ور ځ اړوې او له ما ېې په هما غه دم غواړې

ما ته هم خندا را غله خو ور غبرګه مې کړه

بیړه نه لرم

خو زه بیړه لرم

نو بیا

بیا دا چې زما خو ښیږې . زه یوه پاکه مسلما نه یم او غیر له خدایه نه له چا ویریږم او نه شرمیږم

لږ څه تم شوه خو ژر ېې وویل:

اوس نو ته څواب راکړه

د څه شی؟

ـ خوښیږم دی که یه ؟ په زړه کې دی ځای لرم که یه؟

ما ته بیا نرۍ خندا را غله

بیړه به نه کوو ګرانې خو دومره درته وایم چې زما احسا سس تا پخپله را ته وو ا یه

خو زه غواړم چې ستا له خولې یی واورم

زه بیا مو سکی شوم

بیړه د شیطا ن کا ر دئ

خو مینه شیطا نی نه ده په مینه کې بیړه جواز ده

زه مې چور تونو لا هو کړم ، ځکه دا سمه وه چې ما ېې په تورو غټو سترګواو را وتلو تیا نو زړه با یللی و خو لا هم د هغې پر ښا یست پوره با وری نه وم او لا هم سل پر سلو نه پوهیدم چې ددې نور کړوړه په ددې د سترګواو تیا نو هو مره زړه با یلونکی وی که یه ؟ او د هغې سترګې به د هغې د مخ له نورو اجزاوو سره په تنا سب کې وی که څنګه؟ او که دا تنا سب ګډوډ او کره نه وی نو بیا ؟ ددې لپاره مې تلوسه او بیړه وه چې ژر ورته ووایم

مهر بانی وکړه حجا ب دی لیرې کړه چې ددیدن په او بو دې د ا اوږده تنده ما ته کړم خو ما لا دې غو ښتنې او پو ښتنې ته خوله نه وه جوړه کړې چې په ورو ېې په څنګ وو هلم

په کوم چرت کې لا ړې ؟ پو هیږم لیدلو ته مې هوسیږې او له لیدلو د مخه درته ځواب ګر ان دئ

بې وا که مې له خولې ور ووتل

نو چې ښه پو هیږې نو ولې دی بیا دې تیارې کې دا درې میا شتې کینولی یم ولې مې د مخ په دې نور سترګې نه رو ښا نوې ؟

ویی خندل

دلته خو بیا نه وایی چی بیړه د شیطا ن کار دی ، خو زه به دی ژر ارما ن در پوره کړم خو د لارې په سر نه

زه چې خورا له خوشحالۍ په جا مو کې نه ځا یدم په تلوار مې و پو ښتله :

نو چیرې ؟

له مو ږ کره او هلته به مې نه یو اځې مخ څه چې ټوله وګورې

خورا حیران دریا ن او ویرې وا خیستم ځکه ما د عربو له ښځو سره د پردیو نا رینوو نا مشروع اړیکې او د عرب نا رینه د قهر او غظب دا ستا نونه کم نه و اوریدلی خو زما د ښا یسته سترګو لرونکې ښو نکې زما ویره وتښتوله

ـ ډاریږه مه ، زما پلار دموکرات او خویندې او ورونه مې هم زما په څیر نه دی . زه له خدایه پر ته له بل چا نه ویریږم . ما کومه ار وپا ېۍ مه ګڼه ما له تا سره د تلپا تې ملګرتوب هیله په زړه کې کرلې او ته ېې با ید ټوکه ونه ګڼې

د هغې وروستۍ خبری ښه پوره سودا را واچوله څکه په رښتیا نه پو هیدم چې څه ډول برخلیک مې په لاره دئ . ما په رښتیا دا خو ښیده خو واده مې له وسه وتلی کار و ځکه ما میر من لرله اما له دې سره هم که دا هو مره ښا یسته وای او زما میرمن یی زغملی شوای دی د زهرو غړپ ته چمتو وم

موږ سوکه سوکه راروان ول چې ددوی کور ته را ورسیدو څکه کور ېې ایله څو کوڅې اخوا د پو هنځی سره وو

زما ښو نکې دری خویندې او دوه ورونه درلودل چې ټول په همدې کور کې او سیدل . چې ښو نکې څنګه لویه دروازه پر انیسته زړه مې له ویرې په درزا شو خو چې ومې لیدل په کور کې هیڅ بنده نشته د زړه درزا مې ورو ودریده او ویره مې وتښتیده

زما ښونکې کورته له ننوتلو سره دستی صا لون کې کښینولم او دا بلې خو نې ته ولاړه چې جا مې بدلې کړی خو د حیرا نتیا خبره وه چی کور ته په را ننوتلو یی هم لا حجا ب له مخه لیرې نه کړ ، لږه شیبه نه وه تیره چې صا لون ته را غله ، کا لی یی بدل ول خو حجا ب یی هما غسې په مخ را خور و ، نه پوهیږم ولې خو خندا را غله ما نه غو ښتل چې دا کار وشی خو ځا ن مې ونه شوه نیوی زما خندا ته هغه هم په خندا شوه

ـ پو هیږم ولې خا ندې را ځه وبه مې ګورې دا آرمان به دې اوس ژر در پوره کړم

دا د مخه او زه ور پسې شوم ، پا س پوړ ته ېې پور ته کړم او سده ېې د خپلې خونې په ور ور ننه ایستم

او چې څنګه کو ټې ته ننوتلو په بیړه ېې حجا ب له مخه لیری کړ او ما ته مخا مخ ودریده ما په اول پړک ددې ټوله څیره خپل یاد ته و سپار له : غته پپړه پوزه ، اوږده را وتلې زنه ، اوږدې داړې او …………..

داسې ټکان مې وخوړ لکه څوک چې په خوب او یا څنګله کې یوه لویه بلا ووینی ، نور مې نو قدم هم وړاندې نه ته او په دې چرت کې شوم چې څنګه او پر کومه لار ژر و تښتم خو دې مې دستې چر تونه را ولوزول او غږ ېې را با ندې وکړ:

– د مخ ننداره ما در با ندې وکړه نوره ننداره پخپله وکړه زه دې په واک کې یم

– خو په ما ویرې دا سې خپسې خښې کړې وې چې سوڼ مې هم قدرې نه خوت او هما غسې چې مې زړه له دې سره درې میا شتې دمخه کلک تړل شوی و اوس دا سې ژر پرې شوی وو چې په ګرا نې بیرته ځا ی ته را تلای شو

– ربغړی ولاړ وم ، په خولې او حواسو مې د سکوت مهر لګیدلی و او د تیښتې په لار او پلمه مې فکر کا وه چې دې نا ببره زنې ته لا س را تیر کړ

– څه در باندې وشول له چا وډار شوی ما خو درته وویل چې موږ له ما پرته ټول آزاده کورنۍ یو او وینی چې زموږ له ښه بخته څوک پر کور هم نه دی

– هسې

– ویریږې ؟

– بې اختیاره مې له خولې ووتل

– هو

– خورا حیرانه شوه

– له چا؟

– له خولې مې په زوره ووتل

– له میرمن مې

– له غوسې او کرکې نیغه پر ځا ی ودریده او چیغه یی کړه

– ته میر من لرې

هو ما و بخښه

او لا مې خبره ټوله نه وه کړې چې کلکه څپیړه مې وخوړه او بیا یی را با ندې چیغه کړه

ته ځا ن ته بیا مسلما ن هم وا ېې

د وروستی ځل لپاره بیا په زاریو او ننواتو شوم

بس وبخښه

او له دې سره مې ژر دی ته شا او وره ته مخ کړ چې را ووځم خو دې د شا را پسې چیغه کړه

صبر ود ریږه

زه هم لکه ددې عسکر ودریدم

چې مخ مې ورواړوه سینه بند لا ندې ځړیده او ددې سپین تیا ن تری لکه سره ا نار داسې سره بریښیدل که رښتیا وو ایم تیا ن یی د ستر ګو په څیر خورا ښکلی ول او که ېې د واده شرط را با ندې نه وای ایښی د رودلو له ګنا ه به مې سر نه وای غړولی دا چې بر بنډو تیا نو ېې د سړې د ګنا ه ر ګونه تخڼول په ورو را نیږدې شوه په داسې حال کې چې خپل کلک سپین تیا ن یی په لا سونو کې ونیول په ورو غږ ېې وویل

ښه را وګوره ، ددوهمې ښڅې په حیث مې قبلوې ؟

خو زه چې له هر سوال او ځوابه بیریدلی وم او ویریدم چې هسې په رښتیا را با ندې تا وان نشی بیا مې په ورو ځواب ورکړ

خو که ښځه مې را ضی شی!

او له دې سره بیا را با ندې د بو ټا نو باران په وریدو شو

ووځه بې ایما نه ، ته هم ځا نته مسلما ن نا رینه وایې

او ما چې همدا تیښته له خدا یه غو ښته دوه خپلې او دوه پردۍ او په منډه مې ترې ځا ن را وشکاوه او په چا بکو قد مونو ېې له کوره په را وتلو شوم خو ددوی د کور لو ېې دراوازې ته چې څنګه را ور سیدم بیا یی له شا را پسې غږ کړ

را ځه دا نن شپه خو پا تې شه او س خو دې هسې هم په ما او ځا ن غسل واړوه ، له واده در تیره یم

خو زه چې ویریدلی وم لکه هیڅ څه مې چې اوریدلی نه وی څا ن مې په هر څه ړوند او کو ڼ کړ او نور مې هم خپل قد مونه ګړندی کړل

ډنمارک ، وایله
د ۲۰۱۰میلادی کال د اپریل ۱۱دشپې یوه نیمه بجه