کور / کیسه / ديارلسمه برخه(شين خالۍ)

ديارلسمه برخه(شين خالۍ)

زيړ ګل ورو سته له ډير غور، دملګرودڅر ګندونواو مشوروڅخه دې پايلې ته ورسيدچې د اکا د مړينې وروسته به په کلي کې دشين خالۍ او دکاکا ناوې يوازې پريښودل سمه خبره نه وي ،همدا وجه وه چې دا يې وپتيله چې د پو هنتون ليليه پريږدي او د پوهنتون په نژدې سيموکې کرايي کور پيدا کړي او خپله کوژدنه شين خالۍ او د هغې مور د کلي څخه راولــي اودلته نوی ژوند پیل کړی تر څوله يوې خوا خپلو زده کړو ته ادامه ورکـــړي او له بلې خواشيــــن خالـۍ اود هـــغې دمورڅخه مطمئن شي او د ژوند په ستونزو او خوښيو کې دهغو څخه له نژدې نه څارنه او لا س رسی وکړي ٠

زيړ ګل سره پدې برخه کې دهغه دوستانو په تيره بيا دخونې ملګرو ډيرې مرستې وکړي ،کرايي کور يې ورته پيدا کړ او دکلي څخه د کور په کډه او د اړتيا وړ توکوپه انتقال کې پوره لاس ورکړ ،هغه داسې چې داونۍ په آخرو رخصتيوکې يې يولوې بس موټرپه کراکړ او دزيړګل سره يوځای کلي ته لاړل او د هغو بار او بستر او داړتيا وړ ټوکي يې راټول او پــــه بس کې ځای پرځاي کړل او همدارنګه د دهقان او زيړ ګل په مشوره دهقان يې د زيړ ګل دو ی کلاتــــه کډه کړ ترڅو دڅارويو ، ځمکو اوکلا څخه څارنه او سرپرستې وکړي ٠

کله چې د زيړګل کډه بار شوه ،دکلي اوسيـدونکې زاړه ،ځوانان ،ماشــومان او د شين خالۍ خور لنډې ېې مخه ښې اوخداي پاماني ته راغلــې وې ، د کلي خلک د هغو په جـلا کيدو ډيرخواشينې
او خفه شوي وه اودحسرت اوښکې ېې ترسترګو تويدلې ،خودشين خالۍ خورلنډو اويوشمير
د کلي ښځوبياپه چيغوچيغو ژړل چې په رښتياسره دکلی والي ساده او بې الايشه ژوند، دزړونو پاکوالی اود صداقته ډکه فضا پداسې حا لت کې د ورايه په سترګو کيده ٠
شين خالۍ او موريې د دوستانو سره د خدای پاماني غيږې ورکړې اوپه غـــمزپلی او د تاثره ډک حالت کې بس ته وختل او د مرکز په لورېې حرکت وکړ او د کلي خلکو د تـبرک په دو د ددوۍ د امن په دعا په دودیزه توګه سپينې او روڼې اوبه په هغو پسې وشيندلې ٠

شين خالۍ او مورته يې په اوله کې ښاري ژوند ستونزه مند وه ، هغودکلي اوښاري ژوند تفاوتونه له نژدې احساسولې ، دلته نور دکلا د انګړ په څير د تنور لمبې نه جګيدې او دشين خالۍ خور لنډو هغې ته دخميره شوواوړو ځغالې نه برابرولې اونه شين خالۍ په تنورکې د ډوډې دپخولو لپاره سر په پوړني تړه بلکه خوږې ډوډۍ يې نژدې د ډوډۍ پخونې هټۍ څخه رانيولې٠
دلته نور دکلو خلکو سره د شيروار لپار د کټی وهلو حاجت نشـــته وه او نه د لوشلشوې غوا شدې په نغر ي ويشول کيدې ، دلته هر څه د کلو څخه راتلل او نژدې هټيوالو مستې او شدې د خرڅلاو لپاره لرلې ٠
دلته نور د دامان ځمکو ته د هر قسم سبولکه ورخاړی، ليچی ٠څارمی ،اخنک ، غنم رنګی ، تازه شوتلو او ترکاريو راټولولو حاجت نه نشته وه ، د لته هر رنــــګ ميوې ترکاري او حــــبوبات د نژدې پلورنځيو څخه تر لاسه کيدې ٠ دلته ښارې ژوندځانله ډيرې اسانتياوې لرلې خود کلي ازاده هوا او فضا او کليوالې ژوند او خوند بيا کمرنګه وه ٠
شين خالۍ او مور يې ورو ورو د ښارې ژوند سره اشناېې تر لاسه کوله ، اوس نور نو زيړ ګل ته حاجت نه وه چې د درس څخه وروسته کور ته خرڅ راوړي بلکه شين خالۍ خــــپله د بازار څخه د اړتيا وړ مواد را نيول ٠
شن خالۍ او مور يې ځانله نوي دوستان پيدا کړي وه او د ګاونډيانو سره ېې راشه درشه لرله خو دا راشه درشه د کلی په پرتله تر یوه حده بله بڼه اورنګ درلود٠

په همدې ډول زيړګل خپل تحصل تر شپږم کال او بــــيا يو بل کال چې هغه هـم د پرکتيک يا عملي
ډاکتري دوره وه د خپل کوژدنې او کا کا ناوې سره په مــــر کز کې تير کړل چې بيا زيــــړ ګل پس له پرکتيک او عملي دورې نه له ډيره زحمتونو او کړاونوسره سره په ډير متا نت او پــــه لوړه کچه د
طب د پوهنځي دفراغت ديپلوم تر لاسه کړ ٠
زيړګل تر فراغت ورسته دکاکا ناوې سره په مشورې دې نتجې ته ورسيــــدل چې د خپلې کوژدنې شين خالۍ سره دواده مراسم په خپل کلې کی په شور اوشوق د دوستانو اوعزيزانو سره يو ځای تر سره کړي چې په همدې مقصد دوظيفې د ځای تر ټاکنې پورې کلې ته راغلل تر څوپه خپل کلې کی د واده تياری ونيسي ٠

کلي ته په رسيدلو د کلې د اوسيدونکو سره د روغبړ وروسته زيړګل ،شيــن خالۍ او مورو يې د کلی هدیرو ته لاړل ، د اکا او ټولو مسلمانانو روح ته يې ددوعا لاسونـــه جګ او د لــــوی خدای له درباره څخه يې هغو ته د فردوس جنت هيله وکړه او تر هغه وروستــــه په خپــــلو ځمکو او کروند و وګرځيدل او د لوي خدای شکران يې ادا کړ چې بيا ورته دا موقع برابره شو چې بيا په خپلوځمکو٠ کلو او بانډو راغلل او کليوالی ژوند د نعماتو څخه برخه مند شول ٠
زيړ ګل ، شين خالۍ او مورته يې د کلې اوسيدونکو د هغو بيرته کلي تـــه د راستنيدو په وياړ په وار سره ميلمستياوې جوړې کړې او هغوی ېې ونازول ٠

يوه اونی وروسته زيړګل ، کاکا ناوې ، شين خالۍ او خورلنـــډې يې د کلې ديوشمير نور دوستانو سره د ولايت بازارته د واده دخريدپه مقصد لاړل اوترناوخته ېې هغه د واده ضروري شيان راونيول کوم چې زيړ ګل اوکاکا ناوې دمخه په لست کې ياداشت کړې وه خو د هر ټوکي په خريد کې د شين خالۍ او د هغې د خورلڼډ خوښه حتمي وه ٠
کله چې زيړ ګل دواده ټوکي کورته ورسول نو د نيکه بڼ ته لاړه او د بڼ په صوفه کې خبل څادر هوار کړه او د څو شيبو د ارام په هيله سر په تيګه کيښود او د کلــيوالې ژوند، خوند او دوستانو سره
د ټنګ ټکور په اړه يې داسې زمزمه تر خولې ووتله٠

محـــفـــل چې د یارانو ټنګ ټکور سره مزه کا
خوښي او خوشحــــالي د کلي کور سره مزه کا

زيړ ګل چې د شين خالۍ تل خاطر ساته ، د هغې د جګې پوزې د چارګل ښکلاه داسې ستايله٠

پروا مـــې د اشنا پــــه ځان منــــلې ده نو ځکه
ليلاخيالي چارګل په پزې سپور سره مزه کا

هغه دژوند او د ژوندانه کار ،زحمت اوستړيا داسې تعريفوله ٠
د ژوند په اوږدو لارو منزلونو اوستړیا کــــې
دا ټول جار اوجنجال بیا د زړه زور سره مزه کا

زيړ ګل په ژوند کې د يو تحرک ، شور او شوق په اړه داسې ويل ٠
څوک ناست دی غمازي کاڅوک دښکلوسوداګردی
د ا ژوند اوکارو باریې شوق اوشورسره مزه کا

او دخپلې شين خالۍ د قد، قامت او ښکلا داسې زمزمه کوله ٠
ځواني چې مې دیارقد او قامت سره ښکلا ده
خالــــونه یې په مـخ کې درې څلور سره مزه کا

او په اخرکې ېې دخپل مينې شين خالۍ په ليدو د هغې په اړه داسې اظهار کاوه ٠
دیدن ته چــــې د یار په افغاني وعده ورځمه
سور شال یې پلو داره په سر خور سره مزه کا

دزيړګل دزړه زمزمې او شاعرانه دا احساس په لاندې غزل کې دشعر اوادب مينه والوته ډالۍکوم ٠

غــــزل
محـــفـــل چې د یارانو ټنګ ټکور سره مزه کا
خوښي او خوشحــــالي د کلي کور سره مزه کا

پروا مـــې د اشنا پــــه ځان منــــلې ده نو ځکه
ليلاخيالي چارګل په پزې سپور سره مزه کا

د ژوند په اوږدو لارو منزلونو اوستړیا کــــې
دا ټول جار اوجنجال بیا د زړه زور سره مزه کا

څوک ناست دی غمازي کاڅوک دښکلوسوداګردی
د ا ژوند اوکارو باریې شوق اوشورسره مزه کا

ځواني چې مې دیارقد او قامت سره ښکلا ده
خالــــونه یې په مـخ کې درې څلور سره مزه کا

دیدن ته چــــې د یار په افغاني وعده ورځمه
سور شال یې پلو داره په سر خور سره مزه کا
———————————————