کور / اسلامي / حجاب په … او ساينس کښي (۴)

حجاب په … او ساينس کښي (۴)

حجاب په اسلام، عيسايت، يهوديت او ساينس کښي (۴)

ليکوال : عبدالغفارجُبير
منبع : له موثقوکتابواومجلونه

څلورم څپرکي

عبدالغفارجُبير

حجاب په يهوديت کي :

ډاکټر(Dr. Menachem) چي دبايبل يوپروفيسر دي اود يشواپه پوهنتون (Yeshiva University) کي استاددي، دي پخپل کتاب (يهودې ښځه ديهودوپه ادبياتوکي) (The Jewish Woman in Rabbinic Literature) کي داسي ليکي:
داديهودومذهبي کلتورووچي کله يهودي ښځه دکورڅخه دباندي وتله نوپورڼي ئې پرسرکاوه، اوکله به ئې ټول بدن پوټاوه، يواځي يوه سترګه ئې ښکارېده،
دي زياتوي چي پخوانيويهودو علماوواوصول داسي وواوداسي ئي ويل:
هغه ښځه يهودي لورنه ده چي دکورڅخه دباندي وځي اوحجاب نه کوي، پرهغه سړي دي لعنت وي چي دښځې وېښتيان ئۍ څرګندښکاري؛ هغه ښځه چي دخپلې ښکلالپاره خپل وېښتيان ښکاره کوي دادمسکينې سمبول دي، اوداښځه به مسکينه شي،
ګوري چي په يهوديت کي پرحجاب باندي څومره ټينګارکوي، اوداوايي چي هره هغه ښځه چي بې پردې وي هغه ديهودوددين څخه نه ده، اوداښځه ديهوديت څخه وتلې ده، خوبلې خواته وحشي يهودوپه ميلونهاوو، مسلمانې ميرمني به عفته، اوبې حجابه کړې؛ چي داپه فلسطين کي ورځني کارګرځيدلې دي۔ هلته نه دتورات احکام شته، نه انسانيت شته، نه دبشرحقوق شته؛ بلکه يواځي وحشت، اوحيوانيت شتون لري اوبس۔
ديهودوشرعي قانون وايي:
که چيري دښځې بربنډسروي، نوپه داسي حالت کي درحمت غوښتنه کول، يادُعاکول، يادخداي څخه څه غوښتل، داټول بې ځايه اومنع دي، ترڅوچي ښځه حجاب کوي۔
ددې څخه دامعلوميږي چي که حجاب نه وي، نوټول عبادت بې ځايه دي، اوددې ښځې هيڅ هم نه قبليږي، اوداخولاپرېږده چي دبې حجابه ښځې څه نه قبليږي؛ بلکه که يوه بې پردې ښځه دنارينه ووپه ټولۍ کي وي، نوددې ټولونارينه اوښځينه ووهيڅ عبادت، نيرا، ژړااوغوښتنه نه قبليږي، دلوڅ سرې داسي سزاده په يهوديت کي۔
(Dr. Brayer) وايي:
دښځې حجاب ددې دعزت اووقارلپاره دي، اوکه داپخپله خپل عزت اخلي اوسرنه پوټوي نوسل روپۍ دجرمانې په ډول سره ورڅخه واخلي، داځکه چي دفاحشې اودرستي يهودې ښځې ترمينځ توپيرهمداحجاب دي، داځکه چي زناکارې ښځې حجاب نه کوي، اوداحجاب ددې ښځې پرشرافت، پاکوالې اومعصوميت باندي دلالت کوي۔
دډاکټر(برايړ) ويناښه په ډانګ پييلې ده، اوحجاب دزناکارې، اوعفتمنې ښځې ترمينځ ديوال ولي، اوهرهغه ښځه چي بې حجابه وي، هغه د(يهوديت) په اندزناکاره، بې عزته، بې حيا اوبې شرفه ده۔
(24 Ibid, P, 139)
په تورات کي راغلي دي:
که چيري ديوې ښځې سرلوڅ وي، نوداددې لپاره لوي شرم اوبدنامې دي، اوله همدې کبله بايدعالم (يهودي عالم)داشکمنه زناکاره ښکاره کړي۔ (عدد، پنځم باب، 16ـ 18)
ګوري په مقدس کتاب تورات کي څومره ټينګارورباندي شويدي، اودادتورات ساتونکي، ځان ترقربان کوونکي اوورته چوپړکوونکي ولي سترګې ورڅخه پوټوي؟؟
هو!!! ددوي سترګې پټۍ دي، اودوي هيڅ شي په سترګونه ويني، اووخپل مقدس کتاب ته ديوې وړې وربشې ارزښت لاهم نه ورکوي، عام يهودخولاپرېږدي؛ مذهبې لارښوونکي ئې هم دجهل عينکې پرسترګواويواځي ئې دين دخپلوشخصي ګټواولاسته راوړونووسيله ګرځولې ده اوبس
(St. Tertullain) پخپله يوه مشهوره مقاله دپېغلوپرحجاب (On the Veiling of Virgins) کي ليکي:
اي ځوانوښځو!!! په کوڅوکي حجاب کوي، تاسي بايدخپل حجاب په کليساوکي وکي، تاسي بايدخپل حجاب دنااشناخلکوپه مخکي وکي، اوحتي تاسي بايدحجاب دخپلووروڼوپه مخکي هم وکي، اودکاتوليکانو شرعي اوسني قانون همداسي دي، چي په کليساکي بايدحجاب وشي۔
(Clara M. Henning, Cannon Law and the Battle of the sexes in Rosemary R. Ruether, ed. Religion and Sexism: Images of Woman in the Jewish and Christian Traditions, New York: Simmon and Schuster, 1974, p. 272.)
د (Albalagh Monthely International Vol. 21 No.6, June 2010) په حواله۔
اوسني ارتودوکس عيسايي ښځې حجاب کوي، په ځانګړي ډول سره په کليساکي، چي همدارنګه په يونان، په روسيه ،منځني ختيځ، اوغربي اروپاکي دوي حجاب کوي، ددې لپاره تاسي کولاي شي (70) صفحې کتاب چي د
( Woman in Islam Versus Woman in the Judaeo-Christian Tradition) کي وګوري، چي داکتاب شريف عبدالعظيم ليکلي دي۔
ښځه په اسلام کي پوره عزت، شرف، عفت اوارزښت لري، اوداحجاب ددې لپاره يووياړ، دخداي جل جلاله دامرمنل، اوديواځي الله جل جلاله څخه بېره ده، نه دنرلپاره سرکښته کول لکه په عيسايت کي چي دي، اوپه يهوديت اوعيسايت کي وښځې ته داسي مقام ورکول شويدي چي ديوه حيوان ارزښت لاهم ورباندي ډيردي، زه دبېلګې په ډول سره يوڅوليکې رااخلم:
ديهودواوعيسايانوشرعي اومذهبي علماء دښځې په هکله وايي:
ښځه ددرواغواودوکې لورده، اوددوږخ پېره داره ده، دسولې دوښمنه ده، نوځکه ادم جنت له لاسه ورکي۔
(St. John Damascene)
په يادبايد ولرو چي داليکنه د يوه کتاب څخه چي نوم ئې. ((What Did Jesus Really Say???)) دي رااخيستل شويدي
ښځه دشيطان يوه اله ده چي شيطان زموږروحونه اوملکيتونه په ګټي۔ (St. Cyprian)
ښځه دشيطان دلاس سرچينه ده، اوددې ګناوې دماردشيشني په شان اواز کوي۔ (St. Anthony)
ښځه دغالبوزي په شان زهرلري، اوکرکه اونفرت ئې دښامارپه شان دي۔ ( St. Gregory)
(St. Tertullian) چي وخپلې ګرانې لورته ئې دعقېدې په اړه خبرې کولې داسي ورته وويل:
تاسوپوهيږي چي تاسې ښځې هره يوه بي بي هواياست،، ستاسوسره به ګناه ضروروي، غلطې به درسره مله وي، تاسي دشيطان دروازه ياست، تاسي دمنع شوي ونې مهرمات کړ۔ تاسي دلومړي ځل لپاره الهي قانون مات کړ، تاسي په هغه چا ګناه وکړل چي په هغه شيطان هيڅ هم نشواي کولاي، تاسي په اسانۍ سره دخداي داجوړشوي (ادم) ويجاړکړ۔
(St. Augustine) يووخت وخپل ملګري ته وليکل:
دمور، ښځې اودبې بي هواترمينځ څه توپيرنشته، موږبايددهرې يوې (ښځې) سره هوښيارواوسو، داځکه چي دوي هوس پرسته، اوشهوت پرسته دي۔
يهودې نارينه پخپل ورځني دُعاکي داسي وايي:
اي دمخلوقاتوپاچا(خدايه!) پرموږدي څومره رحمت کړيدي، چي ښځې کړي دي نه يو۔
(Memories of an Orthodox youth, in Susannah Heschel, ed. On being a Jewish Feminist, New York: Schoken Books, 1983, pp. 96-97)
(Albalagh International)
ديهودودمقدس کتاب (تالمود) په حواله:
ښځې نشي کولاي چي تورات ولولي،
په لومړۍ ميلادي پېړۍ کي ديهودوعلماوداسي فيصله کړيده:
هغه څوک چي وخپل لورته تورات وايي، داداسي دي لکه دي چي وخپلې لورته شهوت پرستې، اوجنس بازي وايي۔
(Leonard J. Swidler, Women in Judaism: the Status of Women in Formative Judaism, Metuchen, N.J: Scarecrow Press, 1976, pp.83-93)
په بايبل په عهدقديم کي (ددوي په اند تورات) کي داسي ليکلي دي:
دکومې ښځې چي سرلوڅ وي دهغې سره کرکه ښکاره کي داځکه چي دادلعنت په زانګوکي زانګې، اوعلماء بايد داشکمنه زناکاره ښکاره کړي وعاموخلکوته۔
(اعداد، 16ـ 18)
داپه عيسايت اويهوديت کي دښځې مقام اودرجه ده، نوځکه په اروپا اوامريکاکي هغه شمېرنوي مسلمانان چي پرانټرنيټ باندي خپلي ليکنې ورکوي، اواسلام قبلوي په سلوکي(70)ښځې دي، داځکه چي داوسني تحريف شوي، عيسايت اويهوديت څخه نورنوخلک ستړي ستومانه، ددوي عزت پکښې پايماله ، اخلاق ئې فاسد، ژوندئې تريخ اوزړونه ئې زنګو نيولې دي، همداوجه ده چي هره ورځ په سلهاووخلک داسلام په مبارک دين باندي مشرفه کيږي، اوخپلې ليکني دنړيوال جال پرمخ باندي خپروي۔ اسلام هغه رېښتني دين دي دټولنې وهرغړي ته (نراوښځې) ته برابرحقوق ورکوي، دسوکاله ژوندڅښتن کوي ئې، په ورځني کارکي ورته الهي نصرت ورپه برخه کوي، دناخوالوڅخه ژغوري، ددې دنيااواخرت ښې ګڼې ورپه برخه کوي، اسلام دژونديوه بې مثله ضابطه ده، اودژوندهرڅه پکښې نغښتي دي، خلاصون يواځي اويواځي په ريښتني دين اسلام کي دي، اوس مهال دنړي ټول دينونونه که الهي دينونونه دي اوکه نورپه دوي کي هيڅ پاته نه دي، بلکه خرافات، وهميات، پوچوالي، کوتاوالي اوکه په لنډوکي درته ووايم دژوندهيڅ ارزښت اودکړاوونوحل پکښې نشته بيله اسلامه۔ داځکه چي هغه دينونه چي الهي وه دبېلګې په ډول سره (يهوديت اوعيسايت) هغه ټول تحريف شوي، اوپه لاسوليکل شوي پاڼې دي، اوهغه چي الهي نه وه،لکه بودائئ، زردشتي، هند مذهب اونورداټول دمخلوق قانون دي، چي دتناقصاتو، نواقصواوغيرانساني مفکورونه ډک دي، چي دژوندهيڅ حل نه پکښې ترسترګوکيږي، اواسلام يواځني الهي دين دي چي الله جل جلاله ئې زمه اخيستې ده چي (انانحن الذکرواناله حافظون) موږداقران نازل کړي دي اوموږئې ساتنه کوو( له دې څخه چي څوک بدلون پکښې راولي)؛ لکه څرنګه چي اوس دساينس اوټکنالوجي دوردي، نوپه زرهاووکتابونه پر (اسلام اوساينس) باندي هم ليکل شويدي، اوپه ميليونهاووعيسايانو، يهودانو، هندوانو، کمونستانو، ملحدينواونورو۔۔۔ په اسلام کي دڅيړنو په پايله کي اسلام قبول کړيدي۔
اوس به وګوروچي په اسلام کي دښځوحقواوارزښت څه دي؟؟؟
پرنړيوال جال باندي پردې باندي ډېرکتابونه شتون لري،خوزه صرف په يوڅوقراني مبارکواياتوباندي اکتفاکوم:
اوشته دې ښځولره(حقوق پرمېړونوباندي) په شان دهغو(حقوقو) چي په دوي دي(دخاوندانو) په معروف (ښه وجه) سره اوشته نارينه ولره په دې ښځوبهتروالي۔ (البقره 228)
په دې ايات مبارک کي داښکاره ده چي لکه څرنګه چي خاوندپرښځه باندي حق لري هم دغه شان ښځه پرخپل مېړه باندي هم حقوق لري، اويوپربل دحقوقو په درلودلوکي کوم توپيرنلري۔
پس قبولي کړي دوي لره (دادعاوي) رب ددوي (په دې شان چي) بې شکه زه نه ضايع کوم عمل دهيڅ عمل کوونکي له تاسي که نارينه وي اوکه ښځه وي، ځکه چي ځيني ستاسي دي له ځينونورو(اوماته په مکافات کښې ټول سره يودي)۔ (ال عمران 195)
ددې ايات مبارک څخه معلوميږي چي په عمل کولوکي دنراوښځې ترمينځ هيڅ توپيرنشته هرڅوک چي ښه عمل وکي دخپل ښه عمل مېوه به لاسته ورځي، هغه که نروي اوکه ښځه؛ نراوښځه په ټولنيزژوندکي سره ګډدي۔
شته نارينه ولره برخه په سبب دهغه عمل چي کړي وي دوي اوشته ښځولره خپله برخه په سبب دهغه عمل چي کړيدي دوي اوسوال کوي تاسي له الله نه له فضل اومهربانۍ دده بې شکه چي الله دي پرهرشي ښه عالم ۔ (النساء 32)
اوهرڅوک چي عمل وکړي له نارينه واوله ښځوحال داچي مومن وي نودغه (نيکوکاران) داخل به شي په جنت کښې اوظلم به ونشي په دوي دنقير(پردوي په هيڅ شي کښې هيڅ ظلم نه کيږي) (النساء 124)
اوسړي مومنان اوښځې مومناني ځيني ددوي دوستانې دي دځينونورو(په ايمان کښې ټول سره يوشان دي) حکم کوي دوي په نيکيو(چي الله اودرسول الله اطاعت دي) اومنع کوي له بديوچي (دالله اودرسول الله نه مخالفت دي) اودروي(له ټولوحقوقوسره سم اداکوي) لمونځ اوورکوي، دوي زکات اوحکم مني دالله او(حکم مني) درسول الله دغه کسان ژربه رحم وکړي په دوي الله، بې شکه چي الله ښه غالب قوي دي (دحکمونوپه جاري کولوکښې) ښه دحکمت خاوند(چي هرکارپه تدبيراومصلحت سره کوي) (التوبه71)
هرچاکه وکړنيک عمل له نارينه وڅخه ياله ښځې څخه حال داچي دي مومن وي نوخامخاژوندون به ورکړوهرومروهغه ته ژوندطيبه (پاکيزه) اوخامخاجزابه ورکړوهرومرودوي ته اجرددوي په ډېرښه دهغو(نيکيو) سره چي دوي په (دنياکښې) چي کولي به ئې۔ (النحل 97)
اوځيني له نښو(دقدرت) ددغه (الله) دادي چي پيداکړي ئې دي، تاسي له نفسونوستاسي ښځې (جوړه) دپاره ددې چي مايل شي دوي ته (اومطمئن اوسي) اوګرځولي ئې ده، په منځ ستاسي (اودښځو) کښې دوستي اومهرباني بې شکه په دغه (پيداکولودمودت اورحمت په مينځ دازواجو) کښې خامخاډېرې نښې دقدرت دي دپاره د(هغه) قوم چي فکرکوي (دالله په صنع کي) ۔ (الروم 21)
اسلام يواځيني دين دي چي وښځوته ئې روښانه اوښکلي حقوق ورکړيدي، مخکي موږذکرکړل چي عيسايان اويهودان دښځوپه هکله څه نظرلري؟؟؟ ددوي په مقدسوکتابوکي څه ليکلي دي؟؟؟ اياددوي داادعاچي موږدښځوحقوق غواړو دوي ريښتني دي؟؟؟ نه هيڅ کله نه؟؟؟ دايواځي دوي خلک غولوي، داځکه چي په هغوسپيڅلوکتابوکي چي دوي ايمان پري لري په هغوکي دښځوحقوق نشته نودوي به له کومه دښځوحقوق تامين کړي،عيسايت اويهوديت دښځوحيا واخيستله، په ارزښت ئې لوبې وروکړې، دعفت پوښ ئې ورخرڅ کړ، داخلاقوسرمايه ئې ورچورکړل، اودبې حيايۍ، عياشۍ، بې پرده ګۍ، اودناموس پلورني يوسمبول ئې ورڅخه جوړکړ، چي اوس ټوله لويديځ ددې وجبران ته حيران دي؛ زه به ډېرژرداټوله بحث د(دښځوحقوق په قران اوبايبل کي ) ليکنه باندي پوره رڼاواچوم، اودابه وټولولوستونکوته جوته شي چي په بايبل کي دښځې ارزښت څه دي؟؟؟ بايبل څه حقوق ورکړيدي؟؟؟ اوعيسايت اويهوديت ښځه دژوندپه کوم معيارکي ځوړنده کړېده؟؟؟ اوداسلام مبارک دين کوم حقوق ورکړيدي، اوښځه ئې دژوندوکوم لړې مرتبې ته رسولې دې؟ اوزه داپه ډاډه زړۀ سره درته ليکم چي قران چي کوم حقوق وښځې ته ورکړيدي، ودې ټولومذهبونوته چيلنچ دي هغه که اسماني دينونه دي اوغيراسماني دي، چي په دوي کي دقران ديوه ايات په اندازه حقوق په دې ټولومذهبونوکي نشته،په يوه حديث مبارک کي چي کوم حقوق وښځې ته ورکول شويدي په ټولونړيوالوقوانيوکي نشته؛ هغه که دملګروملتو قوانين وي، که دبشري حقوقودسازمانوقوانين وي، هغه که دښځودحقوقودروغژنو مدافعينوقوانين وي، اوداسي نور۔۔۔
اوس داټول مذهبونه وهرچاته معلوم دي چي، دادپټوسترګوخبره نه ده، که څه هم علماء کراموپه دې باندي ډېرې ليکنې کړيدي، خوبيابه هم زه کوښښ وکړم چي خپل پوره تحقيق ترتاسوپوري درورسوم اوزماټولې ليکنې دثبوت سره دي ، اودهرې ليکنې سره پوره ماخذونه دي۔

نوربيا۔۔۔

په اسلامي پاکه مينه، ستاسوورور