کور / اسلامي / دشعبان مياشت

دشعبان مياشت

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
 
دشعبان میاشت چي  پښتانه دبرات مياشت ورته  وايي،شعبان ورته ځکه ويل کيږي چي عرب به په دې مياشت داوبودلټون لپاره په ډلووېشل کېدل .
ځيني علماء وايي چي ځکه  ورته شعبان ويل کيږي  لانه شَعَبَ بين رجب ورمضان، يعني درجب اورمضان ترمنځ راښکاره شو.
څوک يې نوري وجي وايي.
دشعبان په مياشت کي روژې  نيول:
دشعبان په مياشت کي روژه نيول ډېرثواب لري اومستحب کاردی،په دې اړه ګڼ شمېراحاديث راغلي دي چي له هغوڅخه په دې مياشت کي دروژو دنيولوفضيلت په څرګندډول معلوميږي .
يوڅويې دلته ليکو:
په  ځينواحاديثوکي راغلي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  به ددې مياشتي ټولي روژې نیولې.
عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رضي الله عنها قَالَتْ : مَا رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَامَ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ إِلا
أَنَّهُ كَانَ يَصِلُ شَعْبَانَ بِرَمَضَانَ . رواه  أحمد (26022) , وأبو داود (2336) والنسائي (2175) وابن ماجه (1648)
{له ام سلمه رضی الله عنهاروايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ماداسي نه دی ليدلی چي دوه
مياشتي دي يې پرلپسي روژې نيولې وي،مګرداووچي هغه به شعبان درمضان سره يوځای کاوو(يعني
ټولي روژې به يې نيولې) دابوداودالفاظ داسي دي:
: ( أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمْ يَكُنْ يَصُومُ مِنْ السَّنَةِ شَهْرًا تَامًّا إِلا شَعْبَانَ يَصِلُهُ بِرَمَضَانَ )
ابو داود (2048) . (نبي عليه السلام به په کال کي يوه مياشت پوره روژه نه نيوله،
پرته له شعبان
څخه چي هغه يې درمضان سره وصل کاوو)
ددې  حديث له ظاهرڅخه معلوميږي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دشعبان مياشت پوره نيولې ده.
خوپه نورواحاديثوکي راغلي دي چي ټوله مياشت  يې روژې نه  نيولې  بلکي اکثره برخه يې نيولې  ځيني احاديث دادي:
عائشه رضي الله عنهافرمايي: ” كان رسول الله يصوم حتى نقول لا يفطر ويفطر حتى نقول لا يصوموما رأيت رسول الله استكمل صيام شهر إلا رمضان وما رأيته أكثر صياما منه في شعبان ” رواه البخاري برقم ( 1833 )ومسلم برقم: 1956 )
{رسول الله صلی الله عليه وسلم به دومره روژې نيولې،تردې چي موږبه ويل:افطارنه کوي،دومرهبه  يې افطار(روژه ماتی)کاووچي موږبه ويل:روژې نه نيسي اومارسول الله صلی الله عليه وسلم داسي نه دیليدلی چي له رمضان پرته دبلي مياشت روژې دي يې پوره کړې وي،اوترشعبان(برات)په بله مياشت کي
مي ډېرروژه نيوونکی  نه  دی ليدلی}
 
ددغه احاديثودتطبيق په هکله دعلماووترمينځ اختلاف ترسترګوکيږي.
ځينوعلماووويلي دي چي دااختلاف دوختونودمختلف کېدو له امله رانقل شوی دی،هغه داسي چي په بعضوکلوکي نبي عليه السلام دشعبان دمياشتي پوره روژې نيولې دي اوپه بعضوکلوکي يې پوره مياشت نه بلکي زیاته برخه يې نيولې اوڅه يې نه ده نيولې .
بعضونوروعلماووويلي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  به يوازي درمضان دمياشتي پوره روژې نيولې،دبلي مياشتي پوره روژې يې نه دي نيولي .
هغوی ويلي دي چي دام سلمه رضی الله عنهادحديث مطلب دادی چي دشعبان زياته برخه يې نيولې،لږيې نه ده نيولې،دوی وايې چي داپه لغت کي جائزدي چي څوک اکثره مياشت روژه ونيسي ورته ويل کېدای شي چي صام الشهرکله(ټوله مياشت يې روژه ونيوله)
حافظ ابن حجرهم داقول راجح بللی دی،
دامام طيبي قول يې هم ذکرکړی چي هغه وايي:ددې حديث مطلب دادی چي کله يې پوره دشعبان دمياشتي روژې نيولې دي اوکله يې اکثره برخه نيولې
ده،ددې لپاره چي څوک داګمان ونه کړي چي دشعبان روژې نيول هم فرض دي .
خوحافظ ابن حجراول قول ته ترجيح ورکوي چي دشعبان دمياشتي ټولي روژې يې نه دي نيولې،بلکي زياته برخه يې نيولې اوځيني يې نه دي نيولې.
دادويمه ډله علماءپه دغواحاديثوسره استدلال کوي:
عن عائشة رضي الله عنها أنها قالت : وَلا أَعْلَمُ نَبِيَّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَرَأَ الْقُرْآنَ كُلَّهُ فِي لَيْلَةٍ ، وَلا صَلَّى لَيْلَةً إِلَى الصُّبْحِ ، وَلا صَامَ شَهْرًا كَامِلا غَيْرَ رَمَضَانَ .
(رواه مسلم (746){ عائشه رضی الله عنهاوايي:زه دالله پرنبي باندي داسی نه يم خبره چي ټول قرآن کريم دي يې په يوه شپه کي لوستی وي،اونه يې ټوله شپه ترسهاره پوري لمونځ کړی دی اونه يې له رمضان پرته بله پوره مياشت روژه نيولې ده}
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ : مَا صَامَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
شَهْرًا كَامِلا قَطُّ غَيْرَ رَمَضَانَ .
(متفق عليه)
{ابن عباس رضي الله عنهمافرمايي:رسول الله صلی الله عليه وسلم  هيڅکله له رمضان پرته دبلي مياشتي پوره روژې  نه دي  نيولې}
امام سندي رحمه الله دام سلمه رضي الله عنهادحديث په شرحه کي ليکلي دی :
(شعبان به يې درمضان سره وصل کاوو)يعني دواړه مياشتي به يې پوره نيولې، (امام سندي وايي:ددې حديث ظاهرداسي دی چي د پوره شعبان روژې يې نيولې دي
ليکن داسي روايتونه هم  راغلي دي چي هغه ددې خبري پرخلاف دلالت کوي(چي ټول شعبان يې نه دی نيولی،له دې امله داحديث پردې حمل کيږي  چي دشعبان ډېره برخه به يې نيوله اودرمضان سره به يې وصل کاوو.
بهرحال حاصل داراوزي چي په دې مياشت کي څوک څومره روژې نيولی شي،ودې
نيسي،ثواب
لري .امام ابن رجب رحمه الله فرمايي:دشعبان دمياشتي روژه نيول دحرمت ترمياشتو(ذوالقعده،ذوالحجة،
محرم اورجب)هم غوره دي.
اوپه نفلوروژوکي هغه غوره دي  چي دروژې مياشتي ته نږدې وي،که ترې مخته وي اوکه ترې وروسته وي.
ددغوروژومثال داسي دی لکه سنن رواتب چي دفرضوسره دی چي دفرضودنقصان لپاره تکمله
اوپوره کوونکي وي .
همدارازتررمضان مخته اووروسته روژې هم داسي دي،نولکه څنګه چي سنن رواتب(دولس رکعاته
سنت)ترمطلقونفلوغوره دي،همدارازتررمضان مخته اووروسته روژې ترهغوغوره دي چي ترې لري وي.
ديادوني وړده چي دشعبان دمياشتي په اړه يوروايت په خلګوکي  ډېرمشهوردی چي:
((رجب شهر الله، وشعبان شهري، ورمضان شهر أمتي)
{رجب دالله تعالی مياشت ده،شعبان زمامياشت ده اورمضان زمادامت مياشت ده}داروايت ديلمي اونوروله انس رضی الله عنه  څخه نقل کړی دی خوابن جوزي په موضوعاتوکي ذکرکړی دی.
حافظ ابن حجرددې روايت په هکله ويلي دي:داروايت ابوبکرالنقاش نقل کړی دی چي يومفسردی،ددې روايت سندمرکب دی،(سنديې داسي دی چي علقمه له ابوسعيده روايت کوي،ابن حجرفرمايي:)دعلقمه له ابوسعيدڅخه اورېدل ثابت  نه دي، (نوپه سندکي انقطاع اوېرېکېدل راغلل چي دادحديث دکمزورۍ
سبب دی بله وجه داده:)
چي کسائي چي په سندکي ذکرشوی دی،هغه  معلوم نه دی، چی څوک دی،(دابله وجه دکمزورۍ
ده،ځکه داسي کس په سندکي راغی چي حالت يې نا معلوم دی چي رښتينی دی،کنه بله وجه داده چي:)په دې سندکي ذمه واري دابوبکرالنقاش په غاړه ده،امام ذهبي په ميزان(الاعتدال)کي ويلي دي چي ابوبکرالنقاش ضعيف اومتروک دی (پرېښودل شوی دی، محدثين يې روایت نه قبلوي)
(تبيين العجب بماوردفي فضل رجب:9)
دغه الفاظ په يوه بل اوږدروايت کي هم راغلي دي چي درجب دمياشتي دفضيلت په هکله دی،هغه روايت ته حافظ ابن حجرپه تبيين العجب کي موضوع(له ځانه جوړ شوی)ويلي دي.
بل روايت په داسي الفاظوسره راغلی دی:شعبان شهري ورمضان شهرالله{شعبان زمامياشت ده اورمضان دالله مياشت ده}
داروايت دعائشه رضی الله عنهاپه روايت سره ديلمي په مسندالفردوس کي ذکرکړی دی.
په دغه روايت کي حسن بن يحيی الخشني راغلی دی.
امام ذهبي دده په هکله وايي:ترکه الدارقطني{نوموړی راوي امام دارقطني پرېښی دی}
پټه دي نه وي چي محدثين يوراوي هغه وخت پرېږدي ،روايت يې نه قبلوي،کله چي دوی ته  دهغه دروغجن کېدل ثابت شي.


ديادوني وړده چي داروایت په مسندالفردوس کي راغلی دی، نوموړی کتاب  علماوو په هغه طبقه کتابونوکي داخل کړی   دی  چي ټول روايتونه يې  ضعيف اوموضوعي دي.
(وګوره خيرالاصول في حديث الرسول)
دې حديث ته  امام سيوطي هم  ضعيف ويلي دي .
دنورتفصيل لپاره فيض القدير دعلامه مناوي 4 / 162 و 166) او كشف الخفاء دعلامه عجلوني 2 / 13)وګوره.اوس پوښتنه داده چي دشعبان په مياشت کي ولي روژې نيول پکاردي،ددې  حکمت څه دی؟
داپوښتنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه شوې ده
اسامه بن زيدرضي الله عنه فرمايي:چي مارسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل:اې دالله رسوله!ماته نه يې ليدلی چي له(رمضان پرته د) بلي مياشتي دي دومره روژې نيسي لکه په شعبان کي يې چي نيسې؟)ددې وجه څه ده؟)
نبي عليه السلام وفرمايل:داداسي مياشت ده،چي خلګ ترې درجب اورمضان ترمينځ غافل کيږي اوداسي مياشت ده چي په دې کي اعمال رب العالمين ته ورپورته کيږي،نوزه داخوښوم چي زمااعمال دي په داسي حال کي ور پورته کړل شي چي زه روژاتي يم (داحديث ابوداود،نسائي ذکرکړی اوابن خزيمه ورته صحيح بللی دی)
له دې حديث څخه معلوميږي چي په هغه اوقاتوکي چي خلګ په هغوکي غافله وي، عبادت کول مستحب دي،ددې يوه بېلګه په بازارکي دذکرکول دي ځکه هلته هم  خلګ غافل وي،
خلګ په دُنيوي کارونوکي مصروف وي،نوپه داسي حال کي دذکرکول غوره عمل دی.
بيادغفلت په وخت کي دعبادت دکولوګڼي فائدې دي چي ځيني يې دادي :
(1)داعبادت له خلګوډېرپټ وي اونفل په پټه کول غوره دي،په ځانګړې توګه روژه
ځکه دادالله پاک اوبنده ترمينځ رازدی،له دې امله ځينوعلماووويلي دي چي په روژه کي
رياءنه راځي.
په سلف صالحينوکي داسي کسان هم تېرشوي دي چي ډېري ډېري روژې به يې نيولې،هيڅوک به نه ورباندي خبرېدل،کله به چي له کوره دبازارپه لور تلو،ډوډۍ به يې دځان  سره واخيسته، په لارکي به يې صدقه کړه،غريب ته به يې ورکړه،دکوروګړي به يې په دې اندول چي ده خوړلې ده، دبازارخلګوبه فکرکاووچي په کورکي يې خوراک کړی دی په داسي حال کي چي دده به  روژه وه.
ځينوعلماووفرمايلي دي  چي څوک نفلي روژه نيسي،داسي کاردي کوي چي روژه يې ورباندي پټيږي .
قتاده رحمه الله فرمايي:دنفلي روژونيوونکولپاره دغوړواستعمال مستحب دی،ترڅودروژې سپېره توب ترې ختم شي .
(2)دغلفت په وخت کي روژه نيول پردې اساس غوره دی،چي په نفس باندي سخت تکليف وي، ځکه ديوه عبادت دفضليت يوسبب دادی چي په نفس باندي مشکل شي ځکه کله چي په يوه کارکي ډیرکسان لګياشي،اسانه کيږي.
خوکله چي غافله خلګ ډېروي نوپربيداروباندي تکليف کيږي .
دشعبان په مياشت کي دروژونيولويوحکمت داهم دی چي دادرمضان لپاره تمرين دی،
څوک چي په دې مياشت کي روژې نيسي،هغه ته درمضان روژې اسانيږي .دشعبان په مياشت کي پنځلسم تاريخ په دې اړه په خلګوکي قسم قسم افراط اوتفريط شروع دی، مستقل بحث ته اړتيالري،انشاءالله تعالی هغه به بيابيان کړو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين