کور / خبرتیا او پيغامونه / لندن: د افغانستان د استقلال په ياد د جشن ځنډَوَل!

لندن: د افغانستان د استقلال په ياد د جشن ځنډَوَل!

ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو، تر ټولو د مخه د هيواد د ټکڼۍ شويې ازادۍ د سلا متۍ د وياړلو وختونو د خوږو يادونو د نوي کېدو مبارکي درته وايو . لکه څنګه چې تاسی ګران هيوادوال پوهېږئ، سږکال د ګران افغانستان د ازادۍ يونوييمه ( ۹۱ مه ) کاليزه، ( د زمري د مياشتی اته ويشتمه ( ۲۸ مه ) نېټه، د هيواد د ازادۍ ورځ )، د روژې د مبارکی مياشتی په اوله نيمايي کې راځي . له دې امله، په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنی وپتييله چې د افغانستان د استقلال په ياد د جشن د همېشنيومعمولو مراسمو خوشالۍ، سندری، سازونه او د افغان ځوانانو مست اتڼونه د روژې د مبارکی مياشتی په احترام د روژې ترپايه وځنډوي . له لويه خدايه غواړو چې وروسته داسی فرست راته اعطاء کړي چې يوځل بيا تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د درنو کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکړو چې د افغانانو د ازادۍ د ياد د جشن قضاء شوي مراسم ، ټول په ګډه، لا درانه او ښکلی سره ترسره کړو . استقبال ته مو تل له خدايه پوره توفيق غواړو! په درنښت سيدجان کارواني