کور / تازه خبرونه / زرداري: د طالبانو سره د خبرو دروازه پرانيستې ده

زرداري: د طالبانو سره د خبرو دروازه پرانيستې ده

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري لندن ته د سفر پر مهال ويلي چي د حکومت دروازه يې د طالبانو پر مخ خلاصه ده.
آصف زرداري ويلي د پاکستان حکومت دمخه هم د طالبانو سره د سولي تړونونو لاسليک کړي وو، خو وروسته طالبانو مات کړي وو چي له امله يې پوځ د دوى پر ضد عمليات وکړل.
آصف زرداري وويل حکومت يې حاضر دئ چي اوس هم له دوى سره سوله وکړي، خو طالبان بايد وپوهېږي چي حکومت قوي دئ او دوى به هيڅکله په زور بريالي نسي.