کور / تازه خبرونه / دولت: د طالبانو ماين يو کوچنى مړه او بل ټپي کړ

دولت: د طالبانو ماين يو کوچنى مړه او بل ټپي کړ

د کندهار ولايتي مقامات د يوې خبر پاڼي په خپرولو سره په دې ولايت کي د يوه کوچني د مړيني او يوه بل د سخت زخمي کېدو خبر ورکوي.
خبر پاڼه وايي پېښه نن سهار د پر نهه نيمي بجې د ميوند ولسوالي د ماما کارېز په سيمه رامنځته سوې ده، چي پر دوو پليو روانو کوچنيانو باندي وچاودئ.
د خبر له مخي لومړى دواړه کوچنيان ټپي سول، خو يوه يې روغتون ته په لاره کي ساه ورکړه.
په يوه بل خبر کي راغلي چي پرون د ارغنداو ولسوالۍ د سيدانو په کلاچه کي د نجيب الله مشهور په کاکک باندي ماين چاودلى چي د څلورو انډيوالانو سره يو ځاى وژل سوئ دئ.
خبر پاڼه وايي نوموړى د طالبانو ځايي قومندان وو، غوښتل يې ماين ښخ کړي خو په خپله پر ده چاودلى دئ.