کور / تازه خبرونه / په ختيځ کې١٠ بهرني او افغان روغتيايي کارکوونکي وژل شوي

په ختيځ کې١٠ بهرني او افغان روغتيايي کارکوونکي وژل شوي

د اسوشيټيډ پريس د يو خبر له مخې د هيواد په ختيځ د نورستان ولايت په پارون ولسوالۍ کې د (IAM) نړيوال مرستندويه ماموريت آدارې لس تنه طبي کارکوونکي چې شپږ تنه يې امريکاييان وه هغه مهال ووژل شول چې د يادې آدارې په وينا د بې وزله ملکي خلکو درملنه يې ترسره کوله. د طالبانو د دغه وژنې مسوليت پر غاړه اخيستي او ادعا يې کړې چې نوموړي بهرنيان په ياده سيمه کې د عيسويت په تبليغ او جاسوسۍ بوخت وو.
د IAM مشر ډاکټر ډيرک فرانز د طالبانو دغه ادعا ردوي او وايي چې دغه آداره د ١٩٦٦ زيږديز کال راهيسي هرکال ميليونونه بې وزله افغانانو ته صحي خدمتونه ترسره کوي او کيداې شي دغه پيښه د IAM په چارو کې ترينګلتيا رامنځته کړي.
د يادې آدارې چارواکو په وينا، په وژل شوو کې دوه افغانان، يو الماني او يو برتانوي شامل دي.