کور / تازه خبرونه / جرمنی د ملکی قربانیانو کورنیو ته ۵۰۰۰ ډالره ورکوی

جرمنی د ملکی قربانیانو کورنیو ته ۵۰۰۰ ډالره ورکوی

شپیګل آنلاین ولیکل چی جرمن پوځ اعلان وکړ چی د هغو ملکی قربانیانو هری کورنۍ ته پنځه زره ډالره ورکوی چی یو کال مخکی یې په کندز کی په بم وریو سره شهیدان کړي وو . جرمن پوځ وایی چی موږ په هغه پیښه کی ملامت نه یو ، خو دغه پیسې د کومک او ښه نیت په توګه ورکوو چی ټول مبلغ یې پنځه لکه ( ۵۰۰۰۰۰ ) ډالره کیږی .
جرمن ځواک د ۲۰۰۹ د سپټمبر پر څلورمه د امریکایی هوایی ځواک څخه پر هغو دوو ټانکرونو باندی دا بم وري رابللې وه چی طالبانو تښتولي او ملکی خلکو تیل ورڅخه وړل .
په هغه هوایی حمله کی ۱۷۹ ملکی انسانان شهیدان سوي وو خو جرمن پوځ صرف ۱۰۲ کسان منی او ځان ملامت هم نه بولی خو د دې نه ملامتۍ دلیل هم نه وایی .