کور / تازه خبرونه / هرات : طالبانو د اوبې ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ

هرات : طالبانو د اوبې ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ

وسلوالو طالبانو پر اوبې ولسوالۍ بريد وکړ چي له امله يې يوه نښته رامنځ ته سوه او په پايله کي يې دواړو اړخونو ته مرګ ژوبله اوښتې . نوموړې نښته نن سهار شپږ بجې هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله وسلوالو طالبانو د اوبې وسلوالۍ پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ او د حکومت د سخت مقاومت سره مخامخ سول . د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په ياده نښته کي درې طالبان وژل سوي خو بل لور ته د طالبانو وياند د خپل لور څخه د دوو طالبانو د وژل کېدو تر څنګ وايي چي په ياده نښته کي دوولس تنه پوليس وژلي او ودانۍ يې په بشپړه توګه له منځه وړې .