کور / تازه خبرونه / د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو د وزير زوى خوشي سو

د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو د وزير زوى خوشي سو

د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو د وزير جماهر انوري زوى خوشي سو. نوموړى تېره اوونۍ د نامعلومو وسلوالو له لوري تښتول سوى ؤ چي نن د کابل د قلعه زمان د کلي څخه روغ رمټ وموندل سو . د کابل د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې نن رسنيو ته وويل چي نوموړى يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د تښتوونکو له منګولو ژوندى ژغورلى دئ . او خپلي کورنۍ ته يې تسليم کړى .
د يادوني وړ ده چي نوموړى تېره اوونۍ د څلورو نامعلومو وسلوالو له لوري چي د پوليسو جامې يې په تن وې هغه مهال وتښتول سو چي د خپل ورور او دوو ملګرو سره په يوه موټر کي روان ؤ .