لزاو بر ته د هغه تصویر په باره کی د طالبانو اعلامیه رارسېدلې چی ټایمز مجلې خپور کړی دی او د اعلامیې متن په لاندی ډول دی :
په ټایمزمجلې کې دخپاره شوي تصویرپه اړه داسلامي امارت د ویندوي څرګندونې!
ټایمز امریکايي مجلې دخپلې وروستۍ ګڼې په غلاف باندې دعائشې په نوم دیوې افغانۍ میرمنې یوزړه بږنوونکی انځور خپورکړي ،نسبت یې مجاهدینو ته کړی اوترهغه لاندې یې په بارزعنوان کښلې : که مونږ (امریکایان) له افغانستانه ووځو بیا به دلته څه پیښیږي؟
اسلامي امارت په مکرر ډول دامریکايي دروغجنو مطبوعاتو د داشانې بي حقیقته پروپاګنډوپه اړه ویلي چې دوئ په افغانستان کې دخپلو مسلسلو اوښکاره ناکامیو اوفضیحتونو دپټولو په غرض په داسې بی معنا خپرونولاس پوري کوي.
دټایمز مجلې وروستۍ دروغجنې پروپاګنډې ټولو نړیوالوته دامریکايي اجیرو مطبوعاتو صحافتي ماهیت ښه څرګند کړ اودايي په ډاګه کړه چې هغوئ دامریکايي مصالحو د تحقق په غرض ترکومه بریده ژورنالیستیکي منل شوي معیارونه ترپښولاندي کوي.
کوم تصویر چې ټایمز په خپلې وروستۍ ګڼې کې نشرکړی برسیره په دې چې اسلامي امارت ته دهغه د وحشیانه کړنې منسوبول یوه افتراده د صحافتي مقرراتوله مخې د داسې زړه دردوونکو تصویرونو نشرول یوغیراخلاقي اوغیر اصولي عمل بلل کیږي اوپه نوموړي تصویرباندې په ورکړل شوو تبصروکې د نړۍ ډیرو ژورنالیستانو هم د ټایمزمجلې دغه ناقانونه اقدام غندلی.
ترکومه ځایه چې دعائشې نومې میرمني په دغه تصویرپوري تړلې موضوع ده هغه داچې عایشه ډیر مخکې د خپلې کورنۍ دغړیو له خوا په خپل منځې نزاع کې په دغه مشکل اخته شوې او د اسلامي امارت افراد اوقضايي ادارې په دې غیر انساني ،غیر اخلاقي اوغیر اسلامي عمل کې هیڅ دخل نه لري .
اسلامي امارت د ورته داخلي منازعاتو اوحقوقي پیښود حل لپاره داسلامي شریعت دمقرراتو مطابق اجراآت ترسره کوي اوهغه داسې اجراآت دي چې دټولنې لپاره د عدل او امن د تأمین پیغام له ځانه سره لری نه په ټولنه کې د وحشت او تنفر خپرول .
داسلامي شریعت د مقدسو لارښوونو له مخې د انسان که هغه مړوي اوکه ژوندی دپوزې اوغوږونوپریکول یوناروا اوغیرشرعي عمل بلل شوی . آن تردې چې په مبارکو نبوي احادیثوکې د کافرانو د مړیو له مثله کولو(پوزې ،شونډواوغوږونوپري کولو) څخه منع راغلې ، د ژوندیو انسانانو پوزي اوغوږونو پريکول په تیره چې هغه بیا مسلمان وي په اسلامي شریعت کې یوغیر مشروع اومحذورعمل دی اوکه یوڅوک دغه نارواعمل ترسره کړي داسلامي قضا له لوري په هغه باندې بالمثل قصاص جاري کیږي.
بناء ً مونږ له میرمن عائشې سره د نومړي وحشیانه اوغیر اسلامي اوغیرانساني عمل ترسره کیدل په بشپړه توګه غندو اودا ډول عمل داسلامي شریعت نه سرغړونه بولو .
خو امریکايي اجیرو مطبوعاتو په تیره د ټایمز مجلې ادارې ته د دې خبرې یادول ضروري بولو چې دامریکايي ماتې خوړلو سیاستوالو د مصالحو د تحقق او دهغوئ د سیاسي او پوځي فضیحتونو د پټولو لپاره باید منل شوي ژ ورنالیستیکي مقررات ترپښو لاندې نه کړي .
همداراز له هغو افغاني رسنیوڅخه چې دامریکايي اسلام دښمنه مطبوعاتو په پیروي سره د هغوئ د دروغجنو خپرونو د ترجمانانو په رول کې کارکوي داغوښتنه کوو چې د ژورنالیزم درانه مسلک ته په درناوي سره باید ژورنالیستیکي مقررات تر اجنبي مصالحو قرباني نه کړي او نه له هغه څخه ناوړه استفاده وکړي.
والسلام
قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویندوی
26/8/1431 هـ – 7/8/2010 م