کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د شديد باران د اورېدو پېشبيني وسوه

پښتونخوا: د شديد باران د اورېدو پېشبيني وسوه

په خيبر پښتونخوا کي تر يوې اونۍ وروسته د نورو شديدو بارانونو د اورېدو اټکل وسو.
د هوا پوهني ادارې ويلي چي دغه باران به په را روانو ٢٤ ساعتونو کي د پېښور په ګډون د ايالت پر شاوخوا نورو سيمو باندي و اورېږي.
د سږکال موسمي بارانونو په پښتونخوا ايالت کي په تيرو اتيا کالو کي سارى نه درلودئ، چي د ايالتي مقاماتو په وينا شاوخوا ١١٠٠ کسان يې وژلي او ١٢ ميليونه کسان يې زيانمن کړي دي.
پر پښتونخوا سربېره په کونړ، لغمان، جلال آباد او د پاکستان په سيند، بلوچستان او نورو سيمو کي هم بارانونه دوام لري چي په ډېرو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.