کور / تازه خبرونه / کندهار: د انتخاباتو د کمېسون د دفتر بنسټ کېښودل سو

کندهار: د انتخاباتو د کمېسون د دفتر بنسټ کېښودل سو

هغه مراسم چي نن تر غرمې مخكي په همدې موخه د جنوب لويديځي حوزې د ټولټاكنو د خپلواك كمېسون په نوي دفتر كي د بنسټ د ډبري د ايښودلو په موخه جوړ سوي وه پكښي د كندهار ولايت مقام مرستيال انجنير عبدالطيف اشنا او يو شمير نور دولتي چارواكو ګډون كړى وو.
د جنوب لويديځي حوزې د ټولټاكنو د خپلواك كمېسون چي پخوا يې خپل شخصي ملكيت نه درلودى نو د ولسمشر د ځانګړي فرمان پر اساس 2000 زره متره مربع مځكه د كمېسون په اختيار كي چي د كندهار ښار دميرويس روغتون جنوب لور ته او د مخدره موادو د رياست مخته موقيعت لري وركول سول.
د نوموړي كمېسون د فتر په جوړولو پنځه ميلونه ا فغانۍ لګښت راځي چي دكندهار ولايت د پرمختيايې بوديجي څخه وركول كيږي او په پلان كي ده چي د درو مياشتو په موده كي به د Best Star ساختماني شركت له لوري جوړ او ګټي اخستني ته چتمو سي.
د جنوب لويديځي حوزې د ټولټاكنو د خپلواك كمېسون مشر عبدالواسيع الكوزى د كمېسون لپاره د ځانګړي مځكي په وركولو خوښي وښوده او وويل((جنوب لويديځي حوزې د ټولټاكنو خپلواك كمېسون چي پخوا يې خپل ځانګړى ملكيت نه درلودى او په پخواني قول اردو كي يې په كانټينرونو كي خپله وظيفه سرته رسول نو ددې ځانګړي دفتر په جوړولو سره به زموږ په كار كي نور هم چټكوالى راسي او موږ د ټولټاكنو په اړخ كي لازم خدمتونه ترسره كړو.))

د ټاكنو د خپلواك كمېسون اوسنى دفتر به دلس اداري خونې او دوه لوى دهليزونه ولري.