کور / تازه خبرونه / کاناډا : زموږ هلیکوپتر په رښتیا هم طالبانو ویشتلی و

کاناډا : زموږ هلیکوپتر په رښتیا هم طالبانو ویشتلی و

کاناډایی خبری شبکه ( سی بی سی ) د کاناډایی پوځ په حواله لیکی چی وړمه ورځ کوم هلیکوپتر د کندهار په پنجوایی کی بیړنۍ ناسته کړې وه ، هغه په رښتیا هم طالبانو ویشتلی و . خبر وایی کله چی هغه هلیکوپتر ځان مځکی ته را ورساوه نو پسله لږ وخته د اور په لمبو کی وچاودله او ټوتې ټوټې سوه . په هلیکوپتر کی ۲۱ کسان سپاره وو خو ۸ یې ژوبل سوي دي .
په پنجشنبه طالبانو په پنجوایی کی په راکټ سر د یو هلیکوپتر د ویشتلو خبر ورکړی و ، خو نن کاناډایی پوځ د هغوی ادعا تصدیق کړه .