کور / تازه خبرونه / ايساف : د ١٤ طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه

ايساف : د ١٤ طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه

ايساف او افغان ځواکونه وايي چي څوارلس تنه وسلوال طالبان يې وژلي . د نوموړي ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان يې تېره ورځ د هلمند په ولايت کي د ګډو عملياتو په ترڅ کي وژلي . په نوموړې خبرپاڼه کي راغلي چي په يادو عملياتو کي يې د وسلو يوه غټه زېرمه او يو لړ ارتباطي وسايل هم نيولي دي .
په خبرپاڼه کي د عملياتو ځاى نه دئ روښانه سوى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .