کور / شعر / غزل

غزل

ستړى او ستوما نه يم له جنګـــه مي نفرت راځي
كړمـــه بغاوت لــه داسي ننګـــه مي نفرت راځي

ګورئ چي څراغ تـــــه د هوا شونډي نژدې نشي
وياړمـــه پــه ښكلي له بد رنګـــه مې نفرت راځي

بيـــا دګـلاب پاڼوتــــه شبـــنم سجــــدې وكــړلې
ژونده د اغزيولــــه هررنګـــــــه مې نفرت راځي

د امنم چــې زد ه كړي مي كرهڼــه كې ما كړې دي
بــوټي دكوكنـــــارو اولــه بنګـــه مي نفرت راځي

پ ،الف ،او ميم تــــه چې پــه سپكه سترګه وګوري
فكرمي نينه شي لــــه بې ننګـــــه مي نفرت راځي

چا مـــي طلا ي او ملغلـــــرې كــورتـــه ور وړلې
زه چې يې نوم اخلم لـــه پرنګـــه مي نفرت راځي

څــوك چې د زردارو پـــه درشل كې سجدې كوې
وايم بشرمل لــــه دې ملنګــــه مي نفــــرت راځي

كلات 8/8/2010