کور / تازه خبرونه / يوه زنداني دوه تنه بهرني او دوه تنه نور زندانيان وژلي

يوه زنداني دوه تنه بهرني او دوه تنه نور زندانيان وژلي

يوه زنداني دوه تنه بهرنيان او دوه تنه نور زندانيان ووژل . د دې پيښي په اړه د هلمند ولايت يوې امنيتي سرچينې چي نه يې غوښتل نوم يې څرګند سي وويل چي ياده پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله يوه زنداني په زندان کي دننه د يوه پوليس څخه وسله ترلاسه کړه . سرچينه وايي چي نوموړي لومړى دوه تنه زندانيان ووژل او کله چي سيمي ته بهرنيان ورغلل پر هغوى يې هم ډزي وکړې او دوه تنه بهرنيان يې ووژل او درې نور يې ژوبل کړل . سرچينه وايي چي په پېښه کي پوليسو ته کوم زيان نه دئ اوښتى خو خپله بريد کوونکي وژل سوى . د هلمند ولايت د والي وياند داود احمدي هم د پيښي پخلى کوي او وايي چي د پيښي په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه لري .