کور / تازه خبرونه / کندهار : د امنيت د ښه والي په موخه غونډه جوړه سوه

کندهار : د امنيت د ښه والي په موخه غونډه جوړه سوه

د کندهار ولايت څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نن سهار په دې ولايت کي د امنيت د ښه والي په موخه غونډه جوړه سوه . په نوموړې خبرپاڼه کي راغلي چي ياده غونډه د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا او د امنيتي ارګانونو د مشرانو تر منځ جوړه سوه . نوموړې غونډه په کندهار ښار او اړونده ولسواليو کي د امنيتي حالت د څېړولو ، د امنيتي ارګانونو د هماهنګۍ او انسجام په موخه جوړه سوې وه . په دې غونډه کي د ولسمشر حامد کرزي په امر يوه غونډه جوړه سوه چي په دې اړه به دايمي غونډي ترسره کوي .