کور / تازه خبرونه / شل تنه زندانيان خوشي سول

شل تنه زندانيان خوشي سول

د بګرام د زندان څخه شل تنه زندانيان خوشي سول . نوموړي زندانيان چي په بېلابيلو پيښو تورن ول د دوسيو د څېړنو د کمېسيون په هڅو د لوى څارنوال د خوا ازاد سول . لوى څارنوال محمد اسحاق الکو په کابل کي د خبريالانو ته وويل چي د نوموړي بنديان لومړى په بګرام او وروسته پخ څرخي پله په زندان کي بنديان ول . نوموړي وويل چي په دې کسانو کي د ځينو د توقيف موده بشپړه سوې وه او ځني نور د بخښني په پروسه کي د ملي پخلايني د سولي د ملي مشورتي جرګې د غوښتني سره سم ازاد سول . نوموړي همدا ډول د خوشي سوو کسانو څخه وغوښتل چي تر دې وروسته خپل عادي ژوند پيل کړي .
نوموړي همدا ډول وويل چي دا لړۍ يې د سولي د ملي مشورتي جرګې د استازو په غوښتنه پيل کړې چي د جرګې د پرېکړه ليک په اتمه ماده کي يې په اړه يادونه سوې .