کور / تازه خبرونه / کندهار: راکټي حملې شپږ ولسي وګړي ټپيان کړل

کندهار: راکټي حملې شپږ ولسي وګړي ټپيان کړل

د کندهار ولايت د لومړۍ ناحيې د زړې عيدګاه په سيمه کي د يوې راکټي حملې له امله شپږ ولسي کسان ټپيان سوي دي.
د کندهار ولايتي مامورين وايي پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته سوه چي د حکومت ضد وسله والو له خوا يو راکټ فاير سو او د ملکي کسانو پر يوه کور ولګېد.
د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي د ټپيانو زخمونه سربېرن دي او حالت يې د ډاډ وړ دئ. ډاکټران وايي دوى د کړکيو په هندارو ټپيان سوي وو.

په يوه بله خبر پاڼه کي د کندهار د ولايت مقام وايي چي د ډنډ ولسوالۍ د قاسم پله سره يې چاودنونکي مواد نيولي او شنډ کړي دي. د خبر پاڼي له مخي مواد په درو ډبو کي ځاى پر ځاى سوي وو، چي تر چاودني دمخه له کشف سول.
په يوه بله ورته پېښه کي د دولسمي حوزې د نري پله په مربوطاتو كي پر يوه عراده باسيكل ځاى پر ځاى سوي چاوديدونكي توكي د پوليسو له خوا كشف او له منځه وړل سوي دي.