کور / سپورټي / ننګرهار:د هارډ بال کرکټ ټورنمټ پایلې سبا ترسره کیږي

ننګرهار:د هارډ بال کرکټ ټورنمټ پایلې سبا ترسره کیږي

په ننګرهار کې د هارډ بال کرکټ ټورنمټ پایلو ته له اتو لوبډلو دوه غوره لوبډلو مارکو شهرا او شینواري ۱۱ لار موندلې چې سبا ماسپښین ۲ بجې به د دې ټورنمټ پایلې د مارکو په شهرا لوبغالي کې تر سره کیږي.
په ننګرهار کې د افغانستان د کرکټ بورډ په همکارۍ د کورني کرکټ د پرمختګ هلې ځلې د څه مودې راپدیخوا د پخوا په نسبت ګړندۍ شوي دي، په همدې ولایت کې د کرکټ بورډ استازي قاري هدایت الله وايي چې دغه ټورنټونه به تکړه لوبغاړو ته لارپیدا کړي چې زر پرمختګ وکړي.
د دې ټورنمټ مالي ملاتړ کوونکی د ننګرهار څخه ولسي جرګې ته نوماند ډاکټر رحمت ګل شینواری دی چې په راتلونکې کې هم په پام کې لري چې د کرکت د پرمختګ لپاره هیوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.
د دې ټورنمټ پایلو ته د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ لوبډله هم نومانده و خو شینواري ۱۱ لوبډلې ماته ورکړه او په شا یې وتمبوله.
په دې ټورنمټ کې اتو د ننګرهار پیاوړو لوبډلو سیالۍ کولي چې په لاندې ډول دي.
ننګرهار اکاډمۍ لوبډله، مارکو شهرا، مهمندره، لعل پوره، دوربابا، شاهین شینواری، اچین او شینواري ۱۱.
د دې ټورنمټ د شویو سیالیو پایلې:
لومړۍ سیالي: مارکو پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه په ۱۶ اورونو کې یې ۱۲۲ منډې وکړي له دمې وروسته د مهمندرې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۶ اورنو کې په ۸۰ منډو وسوزیدل.
دویمه سیالي: دوربابا پچه وګټله او د لعل پورې لپاره یې په ۱۶ اورونو کې ۱۶۳ منډې هدف وټاکه، کله چې د لعل پورې لوبډلې توپ وهنه پېل کړه نو په ۱۶ اورونو کې یې ټول لوبغاړي په ۱۴۰ منډو وسوزیدل.
دریمه سیالي: د اچین لوبډلې پجه وګټله او په ۱۶ اورونو کې یې ۱۲۰ منډې وکړي خو کله چې له دمې وروسته شاهین شینواري لوبډلې په توپ وهنه پېل وکړ، ټاکلی هدف يي مخالف لوبډلې ته په ۱۴ اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوزیدلو پوره کړ.
څلورمه سیالي: ننګرهار کرکټ اکاډمۍ لومړۍ په توپ وهنه پېل وکړ په ۱۸ اورونو کې یې ۱۴۲ منډې شینواری۱۱ ته هدف وټاکه، له دمې وروسته شینواري۱۱ په توپ وهنه پېل وکړاو د ۵ لوبغاړو په سوزیدلو یې په ۱۵ اورنو کې د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ ته ماتې ورکړه.
نیمه پای لوبې:
لومړۍ نیمه پای لوبه د مارکو شهرا او د شاهین کرکټ لوبډلې تر منځ و، شاهین لوبډلې په ۱۶ اورونو کې ۱۲۰ منډې وکړي، له دمې وروسته مارکو لوبډلې په توپ وهنه پېل وکړاو په ۱۴ اورونو کې یې ټاکلی هدف پوره کړ او د دې ټورنمټ پایلو ته یې لار وموندله.
د ویمه نیمه پای لوبه: د دوربابا او شینواري۱۱ تر منځ، پچه شینواري ۱۱ وګټله په ۱۶ اورونو کې ۱۲۲ منډې هدف وټاکه، دور بابا چې په توپ وهنه پېل وکړ په ۱۶ اورونو کې په ۱۰۰ منډو تول لوبغاړي وسوزیدل.
پای لوبه: سبا د دوشنبې په ورځ د ننګرهار د هارډ بال د کرکټ ټورنمټ پای لوبې د مارکو شهرا او شینواري۱۱ تر منځ د مارکوشهرا په لوبغالي کې په ۲ ماسپښین په دوه بجې تر سره کیږي.